1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان د ساموس په ټاپو کې د مهاجرو کمپ تړي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

د يونان حکومت اعلان کړى چې د ساموس په ټاپو کې د مهاجرو کمپ به د روان کال تر پايه وتړي. د آژې سمندرګي د ټاپو دغه کمپ له مهاجرو ډک دى او په يوه ناوړه حالت کې قرار لري.

https://p.dw.com/p/3bb7p
Griechenland Flüchtlinge auf der Insel Samos - Flüchtlingslager
انځور: DW/D. Tosidis

د آلمان خبري آژانس د يونان د مهاجرو د وزير نيتوس ميتاراکيس، په حواله ليکلي چي «د ساموس په کمپ کي حالت ډير خراب دى او له همدې کبله ښايي وتړل سي».

هغه له دغه کمپ څخه چي د ساموس د ټاپو په مرکز د واتي ښار په لوړه کي موقعيت لري، تر ليدني وروسته په يونان کي د «اى آر تى» تلويزيوني شبكې ته وويل چي د دغه ښار په  اووه کيلومتري کي يو بل کمپ د جوړيدو په  حال کي دى.

په تيرو دوو ورځو کي په دغه کمپ کي د اورلګيدنې شکمنې پیښې رامنځته سوې چي د دغه کمپ په سلهاوو مهاجر يې بې سرپنا کړي دي. اورلګيدنو د مهاجرو په لسهاوو خيمې وسوځولې، او د هغوى په لاس جوړ سوو سرپناوو او کانتينرونو ته هم سخت زيان ورسيد.

چارواکو ويلي دي چي کمپ ته په قصدي ډول اور اچول سوى او پوليسو د همدې پيښې په تړاو ۲۲ مهاجر ونيول. شکمن کسان به د جنايي اعمالو په تور محکمې ته وړاندي سي. څارونکي په دې باور دي چي دغه اورلګيدنه قصدي وه او هدف يې پر يوناني چارواكو باندي فشار راوستل وو چي هغوى د يونان دننه ته انتقال کړي.

په موریا مهاجر کمپ کې د مهاجرو ناخوال وضعیت

په دغه ټاپو کي د رضاکارو مرستندويانو له خوا يوه رپوټ هم دې خبري ته اشاره كړې چي دغه دوې اورلګيدنې ښايي د افغان او افريقايي مهاجرو ترمنځ وروستۍ شخړي پورې اړه ولري.

د ساموس په ټاپو کي د مهاجرو دغه کمپ چي واتى نوميږي له مهاجرو سخت ډک دى او ۶۸۰۰ کسانو ته يې دننه او دباندى ځاى ورکړى چي د هغوی شمير د نوموړي کمپ د ظرفيت په پرتله لس برابره زیات دى.

د یونان په نورو ټاپوګانو لکه لسبوس، کاس، لروس او خیوس کي هم د ساموس ټاپو ته ورته او یا هم تر هغه لا سخت وضیعت حاکم دی.

زموږ له آرشیف څخه: