يورگن کلينسمن بيا آلمان ته تشريف راوړي
۱۳۸۵ اسفند ۹, چهارشنبهاعلان
کلينسمن د ملي ټيم د روزونکي په توگه استعفی ورکړې وه او بيا د امريکې کليفورنيا آيالت ته کډه وړې وه. تر اوسه پورې يې آلمان ته د ستنېدلو بلنې تل رد کړې وې. کلينسمن هغه مهال تشريف نه درلود کله چې د آلمان ولسمشر هورست کولر د آلمان د فوټبال د ملي ټيم په نړيوالو اتلوليو کې د درېيم مقام د گټلو په وياړ يوه لمانځنه رابللې وه، او همدارزا د ده ځای د اتلوليو په باره کې د يو فلم په ننداره کې هم خالي و.