يمن: پر زندان بمبارۍ ۳۸ انسانان وژلي
۱۳۹۵ آبان ۹, یکشنبهد حوثي ياغيانو په وينا د دغه هيواد په سويل لوېديځ کي لږ تر لږه ۱۷ ملکيان وژل سوي دي. دا د هغه څخه وروسته چي تر مخه چارواکو د يوې بلې پيښي په ترڅ کي د ۳۸ انسانانو د وژل کېدو خبر ورکړی ؤ.
د يمن د روغتیايي چارو د چارواکو په وينا د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف له لوري پر يو نظامي زندان بمباريو ياد شمېر انسانان ووژل چي پکښي ياغيان او زندانيان دواړه شامل دي. ويل سوي چي دغه زندان د هيواد په لوېديځ کي د الحديده به ولايت کي واقع دی.
د حوثي مليشو په حواله د شنبې د ورځي (د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر ۳۰مه نېټه) په دغه بريد کي يوه داسي ودانۍ په نخښه کړل سوې چي د حوثي ياغيانو په کنټرول کي وه او پکښي تر ۴۰ زيات زندانيان موجود ول. زياتره دغه زندانيان د حوثي ملېشو مخالفين بلل سوي دي.
د روغتيايي چارو مسؤلو کسانو ويلي چي د حديده سيمي و روغتون ته ۳۸ مړي راوړل سوي دي. دا په داسي حال کي چي د شنبې په ورځ د ۳۰ مړو حال ورکول سوی ؤ. د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف د دغه پيښي په تړاو د دغه راپور تر ليکل کېدو څه نه ول ويلي.
حوثي ملېشو پر پوځي ائتلاف تور لګولی چي د هيواد په سويل لوېديځ کي يې په بمباريو کي ۱۷ نور ملکيان وژلي دي. د حوثي مليشو له خوا ويل سوي چي په دغو بريدونو کي درې د اوسېدني کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي. پوځي ائتلاف د دغه ادعا په هکله هم څه نه دي ويلي.
شعيه مذهبه حوثي ياغيان د يمن د پلازمېنې تر څنګ پر يو شمېر سيمو تسلط لري. د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د يمن د هغه حکومت ملاتړ کوي چي په نړيواله توګه په رسميت پېژندل سوی دی.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.10.2016):