1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وینزویلا: حکومت او اپوزیسون د تعزیراتو نرمولو فیصله وکړه

۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبه

د مذاکراتو او خبرو تر یوه کال اضافه قطع کیدو وروسته په لومړنۍ مرحله کي د وینزویلا حکومت او اپوزیسون د تعزیراتو پر نرمولو باندي موافقه سره وکړه.

https://p.dw.com/p/4K96U
Venezuela Wirtschaftskrise Petro
انځور: Yuri Cortez/Getty Images/AFP

لکه څنگه چي وینزویلايي ورځپاڼي »ال ناسیونال« پرون شنبه ماښام د محل په وخت رپوټ ورکړ، دواړو خواوو د غذايي موادو د تهیې او اجتماعي پروژو پخاطر د درو ملیارډو ډالرو پر آزادولو باندي موافقه وکړه. د دې دپاره به یو صندوق جوړیږي، چي هغه به بیا د ملگرو ملتونو لخوا اداره کیږي. 
دغه پیسې د دنیا په مختلفو اکاونټونو کي پرتې دي او د نیکولاس مادورو پر حکومت باندي د تعزیراتو په سبب کنگل سوي وې. د امریکا متحده ایالاتو هم اوس د تیلو په څانگه کي تعزیرات نرم کړل او پدې ډول سره امریکايي د انرژۍ شرکت شیورون کولای سي په وینزویلا کي د تیلو د استحصال په برخه کي فعالیت تر یوه حده پوري بیرته شروع کړي.