1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

«په اروپا کې به د کرونا ناروغۍ له امله د مړينې کچه لوړه شي»

۱۳۹۹ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

د روغتيا نړيوال سازمان وړاندوينه کوي چې احتمال لري په نژدې راتلونکې کې په اروپا کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړينې کچه لوړه شي. دغه سازمان د دې احتمال نه ويني چې په اروپا کې پر دغې وبا باندې په نژدې وخت کې غلبه حاصل شي.

https://p.dw.com/p/3iTjj
Brasilien Coronavirus Todesopfer | Friedhof Vila Formosa in Sao Paulo
انځور: Getty Images/A. Schneider

په اروپا کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو د شمير په لوړيدو سره، د روغتيا نړيوال سازمان انديښنه ښودلې ده چې احتمالا په اروپا کې به د دغې ناروغۍ له امله د روان کال په نوامبر او اکتوبر مياشتو کې د مړينې کچه لوړه شي. د دغه سازمان د اروپايي څانګې مشر، هنس کلوګه د فرانس پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ويلي دي: «په احتمالي توګه وضعيت به نور هم خراب شي.»

په حاضر وخت کې په کرونا ويروس د اخته شوو کسانو شمير په مختلفو اروپايي هيوادونو کې په شدت د ډيريدو په حال کې دی، خو د ناروغيو لوړ رقم ته په کتو د دغې ناروغۍ له امله د مړينې پيښې په نسبي ډول ډيرې نه دي.

د مړينو د ډيريدو احتمال

 کلوګه په دغې مرکه کې ټيڼګار وکړ چې د نړۍ خلک نه غواړي دغه ډول يو بد خبر واوي او زه «دا درک کوم»، خو احتمال لري چې په نوامبر او اکتوبر مياشتو کې به د «کرونا ناروغۍ له امله د مړينې د لوړې کچې شاهدان واوسو.»

د روغتیا نړيوال سازمان دغه لوړپوړی اروپايي چارواکي چې مقر يې د ډنمارک په کوپنهاګن کې دی، خبرداری ورکوي چې نه بايد د کرونا واکسين له پاره ډير زيات امیدواره واوسو. هغه وايي: «په حاضر وخت کې موږ اورو چې د کرونا واکسين کولای شي دغې وبا ته د پای ټکی کيږدي، اما داسې نه ده.»

د هنس کلوګه په خبره، تر اوسه لا روښانه نه ده چې يو واکسين دې وشي کړای ټولو انسانانو سره يو شان مرسته وکړي. ځکه تر اوسه چې ځينې نښې ليدل شوي چې يو واکسين د انسانانو يوې ډلې سره مرسته کړې، اما يوې بلې ډلې له پاره چندان موثر نه دی ثابت شوی.

هغه زیاتوي: «که چيرته د څو ډوله واکسينونو جوړولو ته د فرمايش ورکولو اړتيا وي، دا په خپله کيدای شي د تدارکاتو له اړخه يو خیال وي.»

د کرونا ويروس لومړنۍ مثبته پيښه د ۲۰۱۹م کال په دسمبر کې د چين په ووهان ښار کې ثبت شوه چې تر هغې وروسته دغه ناروغۍ د نړۍ نورو هیوادونو کې هم خپره شوه.

د انټرنيټي سرچينو په حواله، تر اوسه په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغۍ نژدې ۲۹،۵ ميليونه مثبتې پيښې ثبت شوي چې له دې ډلې څخه څه باندې ۲۱ ميليونه کسان بيرته روغ شوي او نژدې ۹۳۳ زره کسان مړه شوي دي.

اوس مهال د نړۍ په سطحه امريکا د ۶ میلیون او نژدې ۷۵۰ زره مثبتو پيښو په درلودولو په لومړي ځای کې دی. هندوستان د نژدې ۵ ميليونه مثبتو پيښو په ثبتولو په دوهم ځای او برازيل د ۴ ميليونه او نژدې ۳۵۰ زره مثبتو پيښو په لرلو په دريم ځای کې قرار لري.

دويچه وله د/م.ک.ص./ب.ص.

په اروپا کې د قرنطین د وخت يو انځوريز البوم(24.03.2020) آرشيف: