وين جيا باو پاکستان ته رسېدلی
۱۳۸۹ آذر ۲۶, جمعهپه همدې حال کي د چین او هندوستان تر منځ اړیکي هم د ښه کیدو په حال کي دي او د چین صدراعظم هند ته د یو دوه ورځیني سفر څخه وروسته پاکستان ته رسیدلی.
یو لوړ پوړي سیاستوال د رویترز خبري اژانس ته ویلی چي وین پاکستان سره د 19 میلیارد ډالرو په ارزښت سوداگري پریکړي لاسلیک کړې.
په یو چینایی پوهنتون کی د نړیوالو سیاستونو پروفیسور، ژنگ لي، وایی:
«دواړه هیوادونه به د دغه سفر څخه د خپلو اړیکو د ښه کولو په خاطر کار واخلي. چین غواړي د هند او پاکستان سره په خپلو اړیکو کښي یو انډول وساتي.»
دا چي د چین صدراعظم پاکستان ته سفر کوي، غواړي خپل پخوانی یار، پاکستان ته دغه پیغام ؤ رسوي چي د هند او چین د روابطو ښه کیدل به د چین او پاکستان په اړیکو کومه اغیزه و نه لري.
وین هند ته په خپل سفر کي د دغه هیواد سره د 16 میلیاردو ډلرو په ارزښت سوداګری معاملې وکړې، خو پاکستان د چین سره لا ښه لاسلیکونه وکړل چي ارزښت يې 19 میلیاردو ډالرو ته رسیږي.
چین او پاکستان د ۱۰ څخه تر ۱۴ ملياردو ډالرو پوري ټول څوارلس قراردادونه به سره لاسليک کړي. دغه قرارداونه د روغتيا، تجارت او انرژۍ په برخو کښي يي.
پر دې سربيره به د دواړو هيوادونو د سوداګرو تر منځ به د ۴،۸ ملياردو ډالرو په ارزښت قراردادونه هم لاسلیک سي.
ددغو دواړو هيوادونو تر منځ د روان کال په لومړیو لسو مياشتو کي ۶،۲ ملياردو ډالرو راکړه ورکړه سوې چي دا د تير کال په پرتله په سلو کي ۳۰ ډيرولی ښيي.
دواړه هيوادونه غواړي چي تر ۲۰۱۵کاله پوري د خپلو سوداګريزو راکړو ورکړو ارزښت ۱۵ مليارده ډالرو ته ورسيږي.
که څه هم چي چين د هندوستان ډير لوی شريک دی. خو بيا هم دغه هيواد د هندوستان په پرتله په پاکستان کي ډيره پانګونه کوي.
چين هر وخت د پاکستان سره په اټومي برخه کي مرسته کوي، چي د چينايي کارپوه ژنګ په خبره په دې سفر کي به د چين لومړی وزير د هستوي پروګرام په اړه کوم قرارداد لاسلیک نه سي ولي د سوله ايز اټومي پروګرام په اړه به قراردادونه لاسلیک کړي.
پاکستان هر وخت غواړي چي د هستوي پروګرام په برخه کي داسي يو پروګرام ولري لکه امریکا او هندوستان چي يې لري.
چين غواړي چي د اسلامي نړۍ سره د پاکستان څخه د ترانزيت په توګه کار واخلي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل