ويستروېله د سوريې په ارتباط قطر ته رسیدلی دئ
۱۳۹۱ خرداد ۱۶, سهشنبهاعلان
د المان د بهرنیو چارو وزير ګيدو ويسترويله، د سوريې د شخړې په حلولو کې د المان د مرستو په سلسله قطر ته رسيدلی دئ. د قطر په پلازمینه دوهه کښي به دی د امير حماد بن خليفه التاني او د بهرنیو چارو له وزير شيخ حماد بن ياسين التاني، سره وویني.
ويسترویله به همدارانګه د جمعې تر ورځې پورې عربي اماراتو، ترکيې او لبنان ته هم سفر وکړي. د المان د بهرنیو چارو وزیر به په دغو هیوادونو کې خپلو دیپلوماتیکو فعالیتونو ته دوام ورکړي چې د سوریې شخړې ته د حل یو لاره وموندي.