1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کوهلي د افغانستان په لوبه کې د تیزو اپيلونو له وجې جريمه شو

۱۳۹۸ تیر ۲, یکشنبه

د کرکيټ نړيوالې شورا (ICC) اعلان وکړ چې د هندوستان د کريکټ ټیم کپتان، ويرات کوهلي افغانستان سره د لوبې پر مهال د شديدو اپيلونو له وجې جريمه شوی دی. د افغانستان او هندوستان تر منځ لوبه د شنبې په ورځ (۲۲ جون) ترسره شوه.

https://p.dw.com/p/3Kwfo
ICC Cricket World Cup - Indien v Pakistan | Virat Kohli
انځور: AFP/O. Scarff

د هند کپتان، ويرات کوهلي، افغانستان سره د شنبې ورځې لوبې پر مهال د تر لاسه کړو پيسو د ۲۵ سلنې پر ورکړې جريمه شو. دا ځکه چې له افغانستان سره د لوبې پر مهال يې په وار وار ټينګار کړی وو چې د «ال بي ډبليو» په هکله دې پرېکړه وشي. «ال پي ډبليو» پښو ته د اغوستل شوو محافظتي وسيلو سره د توپ لګېدلو ته وايي.

په رپوټ کې ويل شوي چې کوهلي د هغه له خوا د پر له پسې شديدو اپيلونو له وجې جريمه شوی دی. کله چې هغه په ۲۹ اور کې يو ځل بيا اپیل وکړ او د امپاير له خوا رد شو، کوهلي پرې د خفګان اظهار وکړ.

کوهلي بلاخره اعتراف وکړ

کوهلي په دې ترڅ کې دغه جريمه منلې ده.

پر کوهلي باندې د وضع شوې جريمې له مخې هغه به د خپلې لوبې له بابته د ترلاسه شوو پيسو ۲۵ سلنه په جرمانه کې ورکوي. دا چې د دغې ۲۵ سلنې برخې پيسې به څومره وي يعنې مقدار به يې څو وي، په اړه يې په رپوټ کې څه نه دي ويل شوي.

پر ويرات کوهلي باندې دغه جريمه د لوبڅار کريس برود له خوا وړانديز شوې وه. د ۲۹م اور پر مهال کولي د آمپاير علم دار په لور داسې چټک خوځېدلی وو چې لوبڅار برود د هغه دغه عمل تهاجمي تعبير کړی وو.

د نړیوال جام دوه ځلې ګټونکي ټيم هندوستان ته لږ پاتې وو چې د شنبې ورځې لوبه کې له افغانستان څخه ماتې وخوري. په دغې لوبه کې چې هندوستان لومړۍ توپوهنه پيل کړې وه، په پنځوسو اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځيدو ۲۲۴ منډې جوړې کړې.

دا د کريکټ په روان ۵۰ اوريز نړيوال جام کې د افغانستان او هند لومړنۍ لوبه وه.

افغانستان د دوشنبې په ورځ (د جون ۲۴مه) له بنګله ديش سره لوبه کوي.