1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا ولي ماشومانو ته کم خطر ګڼل کيږي؟

۱۳۹۹ تیر ۷, شنبه

د اروپا په سطحه يوې څيړنې کې موندل شوې، چې په تنکيو ځوانانو کې يوازې يوه سلنه يې د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي. د دغې عمر نورو ناروغان هم دغه ناروغۍ په خفیفه توګه تيروي.

https://p.dw.com/p/3eQM2
Fokus Europa Norwegen Schulöffnung
انځور: DW

د اروپا په سطحه يوه تازه څيړنه، ښيي چې په ماشومانو او تنکيو ځوانانو کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړينې کچه ډیره ټيټه، يعنې له يوې سلنې څخه هم ښکته ده.

علت يې ډير روښانه دی: د بدن عمومي روغتيا او د ناروغۍ سابقه نه درلودل.

د دغې څيړنې مشر، مارک تبرويګ چې د لندن له کالج څخه دی وايي، په کرونا ويروس اخته اکثره ماشومان او تنکي ځوانان، د ناروغۍ ډيره خفیفه دوره تيروي.

د اروپا دغه تحقيق کونکي ټيم، خپله دغه څيړنه، په ۸۲ روغتيايي مرکزونو کې پر ۵۸۲ ناروغانو چې عمرونه يې له ۳ تر ۱۸ کلونو پورې دي، ترسره کړې ده. دا هغه افراد ول چې د کرونا تيست يې مثبت ثبت شوی وو. له دغې ډلې څخه يوازې ۴ تنه يې مړه شوي، چې له هغو څه دوو تنو يې زړې ناروغۍ درلودلې.

د دغو ناروغانو اته سلنه يې له سختو تنفسي ستونزو سره مخ ول، چې باید د درملنې په ځانګړو څانګو کې بستر شوي وی. مارک تبرويګ وايي، که څه هم دغه ارقام ډير لږ دي، خو بيا هم په پاملرنه کې ېې بايد غفلت ونشي. په ۱۶ سلنه د دغو ماشومانو او تنکي ځوانانو کې د کرونا ناروغۍ هيڅ ډول علايم او د دغې ناروغۍ له وجې نورې روغتيايي ستونزې نه دي ليدل شوي.

د دغه عمر ناروغانو کې د مړينې د کچې د کموالي يو علت دا دی چې دوی د ډير عمر درلودونکو کسانو په نسبت په عمومي ډول د زړه ناروغيانې نه لري. تر څيړنې لاندې نيول شوو افرادو کې يوازې يو په څلورمه برخه يې ښيي چې هغوی په خپلو رغتيايي دوسيو له مخې پخوا هم ناروغيانې درولودلي دي.

Pakistan Coronavirus-Ausbruch
په ماشومانو او تنکيو ځوانانو کې د کرونا ناروغۍ د کموالی علت، د بدن عمومي روغتيا او د ناروغۍ سابقه نه درلودل دیانځور: picture-alliance/AP Photo/P. Masih

څيړونکي په دې باور دې چې په نابالغه افرادو کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړينې واقعي کچه به تر هغې هم ټيټه وي کوم چې په دغې وروستۍ څيړنه کې موندل شوې ده.

دوی داسې استدلال کوي چې ډير شمير ماشومان او تنکي ځوانان د ناروغۍ د کم شدد له امله روغتيايي مرکزونو ته نه ځي چې په دې اساس يو شمير يې نه ثبتيږي. په دې اساس، د مړينې ارقام به د مبتلايانو په پرتله ډير لږ وي.

غرنۍ سيمې

په لاتينې امريکا کې د کرونا ناروغۍ اړوند تحقيقاتو کې يوه بله په زړه پورې موضوع چې موندل شوې دا ده چې په غرنيز هيواد پرو کې د مبتلايانو شمير د ګاونډيو هیوادونو په پرتله لکه برازيل، لږ دی. برازيل د لاتينې امريکا هيوادونو په ډله کې تر ټولو ډير د کرونا مبتلايان لري، په داسې حال کې چې په پرو کې لږ تر لږه په هغو سيمو کې چې د سمندر له سطحې څخه ۳۰۰۰ متر لوړې دي، د کرونا د مبتلايانو اوسط شمير يوازې ۱۰ سلنه دی.

تر اوسه لا روښانه نه ده چې ولې د پيرو هيواد د لوړو سيمو اوسيدونکي د کرونا ويروس په مقابل کې له نسبي مصونيت څخه برخمن دي. يوه فرضيه دا ده چې کیدای شي دغه مسئله د هغوی تنفسي سيستم سره تړاو ولري کوم چې په لوړو ځايونو کې له لږ آکسيجن سره عادت شوي دي.

په يوه بله فرضيه کې د لمر »بنفش ماورا وړانکې« په نظر کې نيول کيږي. ځکه چې دغه وړانکې په لوړو سيمو کې په ښه توګه خپريږي. په ليما کې د تنفسي ناروغيو متخصص ايبريکو په دې باور دی چې د کرونا ويروس د دغو وړانګو په مقابل کې ډير مقاومت نه لري.

دویچه ویله ف/م.ک.ص/ ا.ا 

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!