1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ولې ډېر نارينه په کوويد ۱۹ مړه کيږي؟

۱۳۹۹ تیر ۵, پنجشنبه

ښځې، نارينه او ماشومان په يو ډول په کرونا ويروس اخته کيږي، خو په نارينه وو کې د کوويد ۱۹ ناروغي زياتره سخته وي او د ښځو او ماشومانو په پرتله نارينه ډېر مړه کيږي. خو ولې؟

https://p.dw.com/p/3eJW4
Coronavirus Bestattung der Toten in El Salvador
انځور: Reuters/J. Cabezas

د کرونا وبا له پېل راهېسې اټکلونه کيږي چې ولې د کرونا ويروس نارينه ډير اغیزمنوي: سړي خپلې روغتيا ته لږ پام کوي، سګريت څښي او صحي خواړه نه خوري. په تيره بيا د پخواني نسل کسان غيرې صحي ژوند کوي. سربيره پر دې داسې اټکلونه هم شته چې سړي ژر ډاکتر ته نه ورځي.

د «Global Health 50/50» د څېړنې له خوا په تر شلو زياتو هېوادونو کې راټول شوي معلومات تائیدوي چې که څه هم ښځې هم نارينه وو ته په ورته شمير په دې ناروغۍ اخته کيږي، خو په نارينه وو کې د کوويد ۱۹ ناروغي شديده وي او د مړينې کچه یې تر ښځو لوړه وي.

څرګنده ده چې دا په مخکنيو ناروغيو پورې هم اړه لري. د مثال په توګه په نارینه وو کې د زړه او وينې د فشار ناروغي ډېره ده او د ښځو په پرتله پر دې ناروغيو هم نارينه ډېر مړه کيږي.

عمر هم په دې کې ډېر پريکړنده نقش لري. د آلمان د رابرټ کوخ انیستيتوت په حواله د هر عمر له ډلې څخه نيولې تر ۷۰ او ۷۹ کلنو پورې په هره ډله کې د ښځو په نسبت دوه چنده ډېر نارينه مړه کيږي.

تر دې وروسته بيا يعني د ۸۰ څخه تر ۹۰ کلنونو پورې انډول برابر دی يعني د دغه عمر د ښځو او نارينه وو د مړينې کچه برابره ده خو د ۹۰ څخه تر ۹۹ کالونو پورې عمر لرونکو ښځو او نارينه وو کې بيا دغه انډول بدليږي او د دغه عمر د ښځو د مړينې کچه لوړه ده.

علت یې دادی چې د دغه عمر د ښځو شمير تر نارينه وو ډېر دی ځکه ښځې اوږد عمر کوي.

Illustration 2019 Novel Coronavirus Sars-CoV-2
انځور: imago/Science Photo Library

ای سي اي ۲ ريسيپتور د ککړيدو اصلي علت؟

ښايي د ای سي اي ۲ په نوم ريسیپتور ډېر مهم رول لوبوي ځکه دا د کرونا ويروس له امله د رامنځته کيدونکو ناروغيو لکه کوويد ۱۹، سارس او میرس له پاره بدن ته د داخليدو يو ډول لاره ده. د مونشن د «ايل ايم يو» کلينک د انستیزي د څانګې مشر بیرنهارد څويسلر وايي چې ميرس ناروغۍ هم نارينه ډېر اغیزمنول.

د ګروننګن پوهنتون د طبي مرکز د يوې څېړنې په حواله د ای سي اي ۲ ريسيپتور مقدار په نارينه وو کې ډېر وي. څېړونکو د ای سي اي ۲ ريسيپتور او د زړه ناروغيو د ممکنه ارتباط په اړه د څېړونو پر وخت هم د جندر دا توپير موندلی وو.

آیا استروجن او قوي دفاعي سیسټم د ښځو ساتنه کوي؟

د نارينه وو په پرتله د ښځو د بدن دفاعي سیسټم ډېر مقاوم دی. علت یې د استروجن په نوم ښځينه جنسي هارمون دی. دغه هارمون د بدن ايمني سیسټم پاروي څو د ناروغيو پر ضد شديده او چټکه مبارزه وککړي. نارينه جنسي هارمون تيستوستيرون برعکس د بدن د خپل مدافعت مخه نيسي.

پر دې سربیره «جنيتکي دلايل» هم شته چې د ښځو په ګټه دي. ماليکیولار ويروس پيژندونکي توماس پيچمن دويچه ویله ته په دې اړه وويل چې يو شمير په ايمني سیسټم پورې تړلي جينونه د مثال په توګه هغه جينونه چې د ميکروب د پيژندو وړتيا لري، پر X کروموزوم پراته وي. دا چې ښځې دوهX کروموزومونه لري د نارينه وو په مقابل کې یې د ميکروب د پيژندو او ورسره د مقابلې وړتيا ډېره ده.

Mann beim Niesen
انځور: picture-alliance/dpa/PA/Jordan

هند يوه استثناء

په هند کې څېړنې بيا يو څه حیرانونکي پايلې لري. هلته بيا ډېرې ښځې په کوويد ۱۹ ناروغۍ مړې شوي دي. د ۴۰ او ۴۹ کالونو ترمنځ عمر لرونکو ښځو کې ۳،۲ فيصده مصابې شوې ښځې مړې شوي دي. په نارينه وو کې بيا دا کچه ۲،۱ سلنه ده. د ۵ او ۱۹ کالونو ترمنځ عمر لرونکې ډله کې بيا يوازې مريضي ښځي مړې شوي دي.

دمګړۍ په هند کې د دې استثناء د علتونو په اړه څېړنې په چټکۍ سره روانې دي. خو اټکل کيږي چې يو علت یې دادی چې په هند کې د نارينه وو په پرتله د زړو ښځو شمير ډېر دی. پر دې سربيره د نارينه وو په نسبت د ښځو روغتيا ته لږه پاملرنه کيږي او هغوی ډاکتر ته هم ډېرې ځي. د کرونا د شک پر وخت هم وورسته معاينه او دواوي کيږي.

د هارورد پوهنتون څخه پروفيسر ايس وي سوبراماريان له بي بي سي شبکې سره په خبرو کې وويل: «دا چې دا څومره په بيولوژيکي فکتورونو پورې اړه لري او څومره په ټولنیزو فکتورونو پورې، تر اوسه روښانه نه ده. د هند په ټولنه کې جندر ډېر مهم رول لوبوي.»

ولې ماشومانو ته لږ خطر متوجه دی؟

د کرونا ويروس څخه د زياتو اغیزمنو شويو کسانو په ډله کې ماشومان شامل نه دي. په ډېرو ماشومانو کې د کرونا علايم معتدل او يا آن دا ناروغي پرې بې له علايمو تيريږي. په آلمان کې د کرونا وبا له پيل راهيسې تر اوسه په ۸۸۸۲ مړو شويو کسانو کې يوازې دريو یې تر ۱۸ کالونو کم عمر درلود.

خو دا چې د دې علت څه دی تر اوسه روښانه نه ده. ډاکتران په دې آند دي چې په ماشومانو کې پيدايښتي «غير مشخص سيسټم» په دې کې نقش لري. د ميکروبونو او ناروغيو څخه د ساتنې په موخه د مور په خيټه کې او بيا تر زيږيدو وروسته د مور د شيدو له لارې ماشوم ته داسې مواد ورسيږي چې هغه یې په بدن کې يوه ځانګړې دفاعي قوه پيدا کوي.

Pakistan Baby in einem öffentlichen Park in Lahore
انځور: picture-alliance/dpa/G. Büttner

ماشومان د کرونا ناروغۍ «خپرونکي نه دي»

د يوې معتبرې څېړنې نتايجو ښوولی چې د کوويد ۱۹ ناروغۍ په قضيه کې ماشومان هغه څوک نه دي چې دا ناروغي خپروي. د مثال په توګه په نورو ميکروبي ناروغيو کې ليدل شوي چې ماشومان ډېر ژر دغه ناروغي په ولس کې خپروي. همدغه څېړنه د دې باعث شوه چې د واټن او نظافت د اصولو د مراعتولو په شرط ښوونځي او وړکتونه ژر پرانيستل شول.

خو دا خبره لا روښانه نه ده چې آیا مصاب شوي ماشومان هم د مصاب شويو لويانو په اندازه نور ککړولی شي او که په دې برخه کې کوم توپير شته. په يوه څېړنه کې چې ډېر بحثونه پرې وشول، د برلين د شيريتې روغتون ويروس پيژندونکي کرستيان دروستن وښوله چې ماشومان هم په خپل ستوني کې ډير میکروب لري او نور کسان ککړولی شي. ورته نتایج نورو نړيوالو څېړونو هم لرل. خو په تنفسي لارو کې د ميکروب شتون د دې ثبوت نه دی چې دا ويروس دې په همدومره چټکې سره نورو ته انتقال هم شي.

د ماشومانو د ډاکترانو او د حفظ الصحې د برخې د کارپوهانو د څلورو ټولنو له خوا ويل شوي چې دا چې ماشومان لږ علايم لري د مثال په توګه لږ ټوخې لري نو کیدای چې هغوی مصاب وي خو لږ نور انسانان ککړ کړي.

زموږ له آرشیف څخه: