1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

ولې په هند کې ډېري کورنۍ ښځې ځان وژنه کوي؟

۱۴۰۰ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د نړۍ په دویم ډېر نفوس لرونکي هیواد هند کې، د کورنۍ ښځو تر منځ د ځان وژنې ډېري پيښي د دغه هیواد د ښځو د رواني ناروغیو ناوړه وضعيت انځوري. کرونا ناروغۍ دغه ستونزې لا پسې ډیرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/44dd6
Symbolbild Indien Frauen Selbstmord
انځور: Ritesh Shukla/imago images

تیر کال په اپریل میاشت کې دوو ښځو د هند په مرکزي ایالت مدهیا پردیس کې له هغه وروسته ځان وژنه وکړه چې خپل نږدي کسان یې د کرونا له امله له لاسه ورکړل.

یوې بلې ښځې هغه مهال چې د مور مرګ یې ورته د زغملو نه وو، د خپلې سیمې له لوړپوړیزې ودانۍ ځان لاندې وغورځاوه او ځان وژنه یې وکړه.

همدې سیمې ته نږدې د دیواس ښار چې ۲۰۰ کیلومتره ليري دی، یوې بلي ښځې خپل ژوند ځکه پای ته ورساوه چې د کورنۍ درې غړي یې د یوې اونۍ په موده کې د کورنا ويروس له امله مړه شول.

د ځان وژنې د مخنيوي برخې یوې ټولنیزې فعالې دویچه ویلې ته وویل: «دا دواړه مېرمنې واده شوې وې تشخیص او درملنه یې نه وه شوې، خو په ژور خفګان اخته وې او کرونا ناروغۍ د دوی وضعيت لا پسې خراب کړی وو.»

په هرو ۲۵ دقیقو کې ځان وژنه

په هند کې د هغو کورنيو ښځو شمېر مخ پر ډېریدو دی چې ځان وژنه کوي. د حکومت د ملي جرمونو د ریکارډ ادارې (NCRB) د معلوماتو پر بنسټ تیر کال ۲۲،۳۷۲ کورنيو ښځو ځان وژنه کړې. دا په منځنۍ کچه هره ورځ ۶۱ ښځو یا په هرو ۲۵ دقیقو کې یوې ښځې ځان وژنه کړې.

په ۲۰۲۰م کال کې په هند کې د ځان وژنې ۱۵۳،۰۵۲پیښې ثبت شوي چې پنځوس سلنه یې ښځې وې په دغو شمیرو کې بیا  ۱۴،۶ سلنه د کور مېرمنې وې چې ځان وژنه یې کړې ده.

په نړۍ کې هند یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ځان وژنې شمېر پکې ډېر دی. په نړۍ کې د ځان وژني د پيښو یو پر څلورمه برخه د هندي نارینه وو په نوم ثبت شوي، خو د ښځو شمیر بیا ۳۶ سلنه ته رسیږي چې تر ډېره یې عمرونه له ۱۵ تر ۳۹ کلونو پوري دي.

کرونا دغه ستونزه لا پسې ډیره کړې

څاورنکي او د ښځو د حقونو فعالان د دغو ځان وژنو لاملونه کورنی تاوترخوالی، په کوچني عمر کې ودونه او میندواري او دغه راز د اقتصادي ازادۍ نه درلودل یادوي. خو د ډیرو په باور کرونا دغه ستونزې لا پسې ډیرې کړي، ځکه د ښځو ټولنیز فعالیتونه یې محدود کړي او نه شي کولی په اسانۍ سره په ټولنه کې مدغم شي.

په هند کې د ځان وژنې د مخنیوي بنسټ مشره نیلسون وینود موزس وایي: «د کرونا پر مهال د ډېر کورني تاوترخوالي شاهدان وو، د خوندیتوب ادارې او شبکې کمې شوې، ښځو خپل کارونه له لاسه ورکړل او دوی ډېرې لږ پر ځان بسیا وې.»

په رواني ناروغيو او چلند علومو کې تخصص لرونکې مشهوره رواني ډاکټره انجلي ناګپال، هم ټینګار وکړ چې کرونا نور هم وضعیت خراب کړی دی. هغې دویچه ویله ته وویل: «له کرونا مخکې خلکو کولی شوای بهر ووځي او له یو بل سره له ناوړه چلند او جګړو څخه ډډه وکړي او د خپل ذهن بدلولو له پاره یې بیلې لارې درلودې.»

ښځې له شرم او بدنامۍ ویره لري

په هند کې ډېرې لږ ښځې د ژور خفګان او رواني ناروغیو له امله ډاکټر ته مراجعه کوي. خو ډېري ښځې د شرم او بدنامۍ له امله نشي کولی د خپلو احساساتو او تجربو په اړه په ښکاره له ډاکټر یا لارښود سره خبرې وکړي.

د رواني ناروغیو ډاکټره تینا ګپتا وایي: «د دغې ستونزې یو لامل د ژور خفګان په اړه د عامه پوهاوي نشتوالی او یا هم کم پوهاوی دی.»

ګپتا وایي: «ناهیلي، بي وسي او بې وزلي هغه نور لاملونه دي چې تیر کال د ځان وژنې له قضیو سره سم ثبت شوي دي.»

هغې زياته کړه: «دا چې د هندۍ مېرمنو پوهاوی کم دی او د ژور خفګان د درملنې له پاره مجبوره دي د کورنۍ له خوا يې ملاتړ وشي چې نه کیږي او په یوازي سر له دغې ستونزې سره مبارزه کوي نو له همدې وجي د هند د کورنۍ ښځو په منځ کې د ځان وژنې شمېر ډېر شوی دی.»

ځان وژنې ته د تمايل لرونکو ځوانانو نخښي

ټولنه بدلون ته اړتیا لري

د چارو کارپوهان وایي له دغې ستونزې سره د مبارزې له پاره باید په کاري چاپیریال کې د ښځو ګډون ډېر شي دغه راز اړیکې له کورنۍ ملګرو سره ډیرې او له مالي پلوه خپلواکې شي.

په هند کې د ځان وژنې د مخنیویي بنسټ مشره نیلسون وینود موزس وایي سربیره پر دې په ټولنه کې له ښځو سره د چلن په څرنګوالي کې بدلون ته اړتیا ده.