1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې طالبانو د ودونو په تالارونو کې د موسيقۍ خپرول منع کړي؟

۱۴۰۱ تیر ۳۰, پنجشنبه

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په افغانستان کې د ودونو د تالارونو مسئولینو ته سپارښتنه کړې ده چې له دې وروسته د ودونو په محفلونو کې د موسیقي له غږولو او خپرولو ډډه وکړي.

https://p.dw.com/p/4ETsb
Afghanistan Musiker
انځور: Bernat Armangue/AP/picture alliance

 د تالارونو يو شمیر مسئولان ادعا کوي چې د ودونو په تالارونو کې د موسیقۍ پر غږولو او خپرولو تر بندیز لګولو وروسته، د خلکو علاقمندي په دا ډول تالارونو کې د ودونو مراسمو جوړولو ته کمه شوې ده. دوی وايي دغه محدودیت به تر هر څه ډير د دوی پر کار او بار منفي اغیز واچوي.

حاجی صلاح الدین چې په هرات ولایت کې د ودونو یو تالار لري، دویچه ویله ته وويل: «هو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې امر کړی دی چې د ودونو په ښځينه محفلونو کې دې د موسیقۍ له خپرولو څخه ډډه وشي او دغه کار د دې سبب شوی چې د تالارونو پر ۹۵ سلنه خدماتو باندې منفي اغیز وکړي. په اوس وخت کې د تالارونو اکثره مسئولان د محفلونو د نه شتون له کبله، نشي کولی د مالک کرایه پرې کړي او د موسیقۍ ممنوعیت د محفلونو نظم هم خراب کړی دی.»

پر افغانستان د طالبانو تر تسلط وروسته، د دغې ډلې غړو په ابتدا کې د موسیقي خپرول د نارینه وو برخې په تالارونو کې ممنوع کړه، خو اوس ېې د ښځو په تالارونو کې هم د موسیقۍ غږول او خپرول ناجایز ښودلي دي.

Afghanistan Kandahar | Massenhochzeit
طالبان وايي په تالارونو کې د ودونو په محفلونو کې تر دې مخکې هم په لوړ آواز د موسقۍ له غږولو شکایتونه موجود ولانځور: Javed Tanveer/AFP/Getty Images

فطرت چې په کابل کې د ودونو د یو تالار کارکونکی دی، وايي: «طالبانو تر اوسه د تالارونو څو تنه مسئولان د واده په مراسمو کې د موسیقۍ خپرولو په دلیل په موقتي توګه نيولي او له هغوی څخه يې کتبي تعهد اخیستلی دی.»

فطرت له طالبانو څخه غواړي چې «پر خپل دغه تصمیم کې له سره غور وکړي تر څو خلکو او تالاردرلودونکو باندې له دې نه زیات نوره روحي او اقتصادي ضربه وارده نشي.» هغه زیاته کړه چې د طالبانو دغه امر به د ودونو د سالونونو د رکود سبب وګرځي او په سلونو خلک به خپل کارونه له لاسه ورکړي.

د هرات ولایت یو اوسیدونکی فردین چې څو ورځې مخکې ېې د کورنۍ د یوه غړي د واده مراسم په دغه ولایت کې ترسره شوي، وايي: «په تالار کې د موسیقي خپرولو د ممنوعیت له کبله ونه توانیدلو چې د خوښۍ مراسم مو په ښه توګه ولمانځو.» هغه وايي: «هر څوک هېله لري چې خپل د خوښۍ مراسم په عالي ټوکه ترسره کړي، خو طالبان د خلکو د ټولو آرزو ګانو مانع واقع شوي دي.»

Afghanistan Hochzeitshaus in Kabul
په کابل کې د ودونو یو تالارانځور: picture-alliance/Ton Koene

فردين زیاته کړه چې اوس مهال په هرات کې د ودونو په تالارونو کې د موسیقۍ او هنري پروګرامونو ځای تبليغ او ديني نعت ویلو نیولی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند، مولوي محمد صادق عاکف مهاجر، دویچه ویله ته وويل: «هو، موږ د ودونو تالارونو ته سپارښتنه کړې ده چې موسیقي خپره نه کړي، تر دې مخکې هم خلکو د ودونو په تالارونو کې په لوړ آواز د موسیقۍ له غږولو څخه شکایت درولود. له بل لورې د موسیقۍ خپرول د اسلام له نظره جایز نه ده.»

طالبانو تر دې وړاندې د صوتي او تصویري رسنیو لا لارې هم د موسيقۍ خپرول ممنموع اعلان کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د معاونیت دفتر یا یوناما تیره ورځ یو رپوټ خپور کړ چې په هغه کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د نقض پيښو ډيریدو او لګول شوو محدودیتونو یادونه شوې ده. یوناما له نړیوالو او د بشري حقونو له بنسټونو څخه غوښتي دي تر څو د دغه بهیر د ادامې مخه ونیسي.