1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

ولې د دوبې په خپګان اخته کېږو؟

۱۴۰۲ مرداد ۵, پنجشنبه

موسمي خپګان یو بل لږ عام ډول دی چې د پسرلي او دوبي په لمريزو ورځو کې پیښیږي. په په خپګا د اخته انسانانو ۳۰ سلنه يې موسمي خپګان تجربه کوي.

https://p.dw.com/p/4UTb6
Symbolbild Depression Burnout
انځور: Viktor Cap/PantherMedia/imago

 موسمي خپګان یو بل لږ عام ډول دی چې د پسرلي او دوبي په لمريزو ورځو کې پیښیږي. په په خپګا د اخته انسانانو ۳۰ سلنه يې موسمي خپګان تجربه کوي.

موسمي خپګان ډېر کله د ژمي  په تیاره او لنډو ورځو کې څرګندیږي. خو د موسمي خپګان یوه بله بڼه چې په عام ډول يې شمير زیات نه دی، د پسرلي او دوبي په ګرمو ورځو کې پیښیږي. په خپګان د اخته انسانانو ۳۰ سلنه موسمي خپګان تجربه کوي.

د هري ورځي روغتیا مجلې په وینا، د موسمي خپګان نښې نښانې، د ورځې په اوږدو کي ډير ځله او نږدې هره ورځ د خپګان احساس کول، د انرژي ټیټه کچه درلودل، په هغو فعالیتونو کې د علاقې له لاسه ورکول چې تاسو ترې خوند اخلئ، په تمرکز کې ستونزه، یا د نا امیدۍ یا بې ارزښتئ احساس کول شامل دي. برسېره پردې، هغه خلک چې موسمي خپګان لري په دوبي کې احتمالاً دغه حالتونه  تجربه کړي: ناکراري، ويره او بي خوبي.

د ژور خفگان سمبولیک عکس
د ژور خفگان سمبولیک عکسانځور: Fredrik Sandberg/TT/IMAGO

د دې ډول خپګان لامل، د ټولو رواني اختلالاتو په څیر، شاید د بیولوژیکي، چاپیریالي او رواني لاملونو په ګډون په ډيرو نورو لاملونو پورې تړاو ولري.

په ځینو خلکو کې چې موسمي خپګان لري، د میلاتون هورمون، هغه هورمون چې د خوب پر دوره اغېزه کوي، ډیر تولید کیږي. د سیرټونین او میلاتون په کچه کې بدلونونه کولی شي دا ستونزمن کړي چې په اوږدو یا لنډو ورځو سره سمون ومومي او د ورځني کارونو او همدارنګه خوب، چلند او مزاج ګډوډ کړي. د خوب په بيلگو کې بدلون او ګډوډي د دې لامل کیږي چې خلک د ورځې په اوږدو کې لږه انرژي ولري.

کارپوهان د دوبې خپګان سره د مبارزې له پاره داسې لارې چارې وړاندیز کړې: خوب ته لومړیتوب ورکړئ!

اوږدې، لمریزې ورځې او ګرمې شپې کولی شي خوب کول ستونزمن کړي او ستاسو رواني روغتیا ته زیان ورسوي، خو ستاسو د خوب وخت ته لومړیتوب ورکول او تنظیم کول مو مزاج ښه کولی شي.

ځینې ​​​​وختونه، هغه لارې چې خلک له خپګان سره د مقابلې له پاره پرې هڅه کوي، د دوی په ګټه نه دي اوپه ډير شمير کي له دوي څخه پري اخته کیدلې شي، احتمال لري د هغه عادتونو لامل شي چې ماتول یې سخت دي. د «د خپګان تلک» د مخنیوي له پاره غیر صحي چلندونه دا ډول دي:

تاسو هغه وخت خورئ کله چې ستړي یاست، خو تاسو وږی نه یاست. تاسو خپل ځان ملامتوئ. په ساعتونو ویډیويې لوبې کوئ. تاسو ډیر وخت په خپل تلیفون یا لپ ټاپ کې په لټولو بوختیږئ. تاسو ډېر وختونه په آنلاین ډول قمار کوئ. د الکول ډیر مصرف یا له درملو ناوړه ګټه اخیستنه

خپل ځان وساتئ.

سوړ والی او د سړو ځایونو لټه کولی شي ستاسو سره مرسته وکړي او د مزاج د راټیټیدو مخه ونیسي. د لوړې تودوخې یا رطوبت پرمهال د کور دننه پاتې شئ. په بدن کي مو د اوبو کمښت څخه ستړیا کولی شي تاسو ته د توقع په پرتله ژر زیان ورسوي. په خپل اړه مثبت انځور ولرئ.

دا مه هېروئ چې د رواني روغتیا مسلکي کارپوه سره لیدل کولی شي په تاسو کې د ژور خفگان رامنځ ته شویو نښو نښانو مخنیوي کې مرسته وکړي او د رواني روغتیا جدي ستونزو مخه ونيسي.