1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ولي په مختلفو هیوادو کي د مړو ارقام متفاوت دي؟

۱۳۹۹ فروردین ۸, جمعه

زموږ اکثره کسان ښايي هره ورځ په کرونا د اخته کیدو او مړه کیدو نوي ارقام اوري. هلته معلومیږي چي د هیوادونو تر منځ د مړو ارقام ډیر تفاوت سره لري. د دې اصلي دلایل څه شي دی؟

https://p.dw.com/p/3a815
Coronavirus in Italien Särge vor Krematorium von Piacenza
انځور: picture-alliance/dpa/AP/LaPresse/C. Furlan

په جرمني کي په کرونا د اخته کیدو د پيښو په تناسب د مړو تعداد لږ دی. په ایټالیا کي دغه درجه د جرمني په تناسب اوس هم ډیره لوړه ده. په جرمني کي هغه ۰،۴ فیصده ده، په داسي حال کي چي د جان هوپکن پوهنتون د معلوماتو پر اساس په ایټالیا کي هغه تقریبأ ۲۰ چنده لوړه ده.

نړيوال روغتيايي سازمان یو د دغو تفاوتونو څخه په مختلفو شرایطو، د عمرونو په جوړښت، طبي امکاناتو او هغه ټِستونه کي ویني، چي په دې ارتباط تر سره سوي دي.

ځکه که په کرونا واقعأ اخته سوي کسان ثبت او درج سي، بیا نو هغه پر وروستیو ارقامو باندي هم تاثیر لري. په ځینو هیوادونو کي حتی مړي هم ټِست کیږي، کومه چي طبیعي خبره ده، پر ارقامو باندي تأثیر کوي. دغه لاندي فکټورونه پرهغو باندي مهم رړول لري:

څوک ټِست کیږي؟

د جرمني د نفوسو د تحقیقاتي انستیتوت څخه اندریاس بکهوس په حواله په ایټالیا کي په کرونا اخته تثبیت سوو کسانو متوسط عمرونه ۶۳ کاله دي، په داسي حال کي چي په جرمني کي د دې برعکس متوسط عمر ۴۵ کاله په نظر کي نیول کیږي. ددې خبري علت شاید داوی، چي په ایټالیا کي ډیر لږ اخته ځوانان ټِست کیږي، نسبت جرمني ته.  په نتیجه کي هغوی په احصایو او ارقامو کي هم نه راښکاره کیږي. دا په عین حال کي د مړو سوو کسانو درجه لوړوي، ځکه چي اکثرأ یوازي زاړه او سخت ناجوړه کسان په ارقامو کي راښکاره کیږي.د اضافي ویټامینونو استعمال له کرونا په ساتنه کي مرسته کوي؟

سربیره پردې په ایټالیا کي شاید لا غیرثابت سوي او نامعلومه ارقام هم په کرونا پيښو کي ورداخلیږي، چي دا په خپل نوبت سره د مړو تعداد هم لوړوي.

جنوبي کوریا بيا دقیقاً د همدې برعکس ماډل څخه کار اخلي. هلته صحي چارواکو د کرونا ډیر ټِستونه تر سره کړي دي، نسبت ډیرو نورو هیوادونو ته. په دغه هیواد کي د مړو ارقام تر نورو ډیر لږ دي.

عمرونه

د خلګو متوسط عمرونه هم کیدلای سي مهم رول ولري. زاړه خلګ له ډیر خطر سره مخامخ دي، چي په کرونا ویروس باندي اخته سي. د هغوی اکثره مخکینۍ مریضۍ لري. ځکه نو کرونا ویروس هم په اسانۍ سره پر هغوی باندي حمله کولای سي، نسبت جوړو او ځوانانو ته. په زوړتیا کي د وجود مقاومت ډیر نه وي. خو دا بیا سربیره پردې د جرمني او ایټالیا ترمنځ ډیر تفاوت نه سي بیانولای، ځکه چي د عمرونو په دغو دواړو هیوادو کي ډیر سره یو شی دی.

Infografik Coronavirus Todesfäller pro einer Million Einwohner DE

په ۲۰۱۸م کال کي مثلاً په جرمني کي متوسط عمر ۴۶ کاله او په ایټالیا کي ۴۶،۳ کاله ؤ. دغه فکټور کیدلای سي بیا د افریقاً پر لويي وچي باندي ډیر رول ولري، چیري چي متوسط عمرونه ډیر کښته دي. مثلاً په مالي، چاد او یا د کانګو په ديموکراتیک جمهوریت کي متوسط عمرونه ۱۶ کاله دي.

د ویروس د شیوع وخت

د ویروس د شیوع وخت کیدلای سي د مړو سوو کسانو د مختلفو ارقامو یو بل ممکنه دلیل وي. هغه هیوادونه چي د کرونا له سختو پيښو سره مخامخ دي، لکه مثلأ ایټالیا او هسپانيا، هلته کرونا وختي شیوع سوې ده. او څنګه چي د کرونا د شیوع او ودې ترمنځ چي د هغه څخه دي یو څوک مړ سي، ډیر وخت تیریږي، نو کیدلای سي په اخره کي ددغو هیوادونو د مړو ارقام هم لوړ سي.

ځیني ساینس پوهان اټکل کوي، چي په جرمني کي د کرونا ویروس خپل اوج ته نه دی رسیدلی او دا کیدلای سي په اخره کي د مړو تعداد هم لوړ کړي.

د کرونا په پراختیا کي د طبي پالني رول

تر ټولو مهمه پوښتنه داده، چي د هیواد صحي سیسټم څنګه دی، ایا يوې ساري ناروغۍ ته اماده ګي لري او پردې به کامیابه سي، چي په کرونا لږ انسانان اخته سي؟ مثلآ یو هیواد د مریضانو له پاره څومره بستره په اختیار کي لري، د عاجلو مریضانو څوره سرویسونه لري او په مجموع کي د روغتونو او کلینیکو حالت په څه ډول دی، له ډاکټرانو نیولې تر نرسانو، طبی سامان الاتو او نورو پوري.

د مثال په ډول که یو هیواد ښه طبي امکانات په اختیار کي ولري، چي د کرونا مریضان معالجه کړي، نو د نه پالني په سبب کیدلای سي هغوی ډیر مړه هم سي.

په همدې کي هم د ایټالیا او جرمني ترمنځ بې حده ډیر تفاوت موجود دی. ایټالیا چي تقریبأ ۶۰ ميلیونه نفوس لري، د کرونا په شروع کي یې تقریبأ ۵۰۰ عاجل بستره درلودل، جرمني بیا په ۸۰ ميلیونه نفوس سره تقریبأ ۲۸۰۰۰ بسترونه درلودل. هغه به هم ډیر ژر دوه چنده سي.

دا په ټوله نړی کي متفاوت دي: په جرمني کي د هرو سلو زرو اوسیدونکو پر سر۲۹، په امریکا کي ۳۴، خو په ایټالیا کي ۱۲ او هسپانيا کي فقط ۵ بستره موجود دي.