1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ولي په جرمني کي د په کرونا اخته کسانو د مړیني کچه کښته ده؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۱, پنجشنبه

په جرمني کي په کرونا اخته کسانو د مړیني کچي کمیدل نړیوالي رسنۍ حیراني کړي دي. په دې اړه په رسنیو کي بیلابیل دلایل لیکل سوي. دویچه ویلي هغه ارزولي دي.

https://p.dw.com/p/3ahnd
Spanien Badalona | Coronavirus | Intensivstation Krankenhaus
آلماني داکتران د هسپانيا د بارسيلونا ښار په یوه روغتون کې د کار پرمهالانځور: picture-alliance/AP Photos/A. Surinyach

جرمني د اپریل تر ۷مي نیټې پوري په کرونا باندي د اخته کیدو ۱۰۵ زره پیښي ثبت کړي. په جرمني او امریکا کي د ناروغیو د کنټرول کارپوهانو ویلي دي چي په جرمني کي د کرونا ویروس له امله د مړیني فیصدي ۱،۵ ده.

دغه ارقام د اروپايي ټولني د نورو هیوادونو په پرتله ډیر لږ دي. د مثال په ډول په هسپانيا کي ۹،۵ او په ایټالیا کي ۱۲ سلنه دي.

د مړینو په کچه کي دغه توپیرونه، د انګلیسي ژبو رسنیو د حیرانتیا وړ ګرځیدلي دي. امریکايي او بریتانوي رسنۍ لکه نیویارک ټایمز، واشنګتن پوست، ګارډین او داسي نوري عامه رسنۍ له کرونا ویروس سره د جرمني د مبارزې په هکله ښه تصویر وړاندي کړی دی.

دویچه ویلي هغه روایتونه او لیکني چي د کرونا ویروس سره د جرمني د مبارزې او له کبله یې د مړیني د کچي د کمیدو په هکله دي، ارزوي.

ادعا: جرمني په نړۍ کي د کرونا د معلومولو له پاره تر ټولو ښه امکانات لري، حتی هغه کسان هم ټيست کولای سي چي د کووید ۱۹ ناروغي کمزوري او یا هم هیڅ علایم ونه لري.

واقیعت: د جرمني د عامي روغتیا وزارت ویلي دي چي په دغه ۸۲ میلیوني هیواد کي هره اونۍ ۳۰۰۰۰۰کسان د کرونا تر تيست لاندي نیول کیږي. جرمني تر ایټالیا چي د کرونا په اصلي مرکز اوښتی دی، ډیر تيستونه تر سره کړي. که یې داسي وبولو چي د جرمني ټوله اوسیدونګي تر آزمویني لاندي ونیول سي، نو دا پروسه به درې کاله دوام وکړي.

د هیوادونو د نفوسو پراساس د تيسستونو د ارقامو مقایسه سخته ده. دا ځکه چي ځیني هیوادونه لکه، امریکا متحده ایالات، ددغو تيستونو د ثبتولو له پاره مرکزي اداره نه لري.

Deutschland Symbolbild Hilfe in der Corona-Pandemie
په جرمني کي د مړیني د سطحي د کمیدو علت یو هم د وضع سوو محدودیتونو لکه فاصله نیولو سخت رعایت دی.انځور: picture-alliance/dpa/C. Charisius

رابرت کوخ انستیتوت چي په جرمني کي د ناروغیو د کنترول مسئولیت پر غاړه لري، د کرونا د تيستونو په خاطر یې ددغه هیواد پر چلند انتقاد کړی او ویلي یې دي چي زیاتره هغه کسان چي د کرونا علایم نه لري، هم تر آزمویني لاندي نیول کیږي.

نوموړې مؤسسه د دا ډول تيستونو د بندیدو غوښتنه کوي او وایي چي بې له دې به د دغه ډول آزموینو د تر سره کولو له پاره ددغه هیواد ظرفیت پای ته ورسیږي. په همدې دلیل په اوس وخت يې هغه کسانو ته چي د کرونا علایم نه لري، د تيستولو توصیه هم نه کیږي.

ادعا: د عصري تدابیرو او عالي صحي سیستم د درلودو له امله د مړیني کچه کښته ده.

واقیعت: دا خبره حقیقت لري چي جرمني د صحي خدماتو قوي سیستم لري او داسي په نظر راځي چي تراوسه یې د دغه بحران په وړاندي مقاومت کړی دی. خو لکه په نورو هیوادونو کي د تنفسي او خاص مراقبت د څانګو طبي کارکوونکي بې حده تر کاري فشار لاندي دي او دا خطر سته چي جرمني هم د محافظتي طبي تجهیزاتو له کمبود سره مخامخ سي.

که څه هم جرمني په کافي اندازه روغتونونه لري، خو دغه شفاخانې د پرسونل له کمبود سره مخامخي دي او اوس ددغه هیواد په اکثرو سیمو کي د طب محصلین له ډاکټرانو سره مرسته کوي.

له بلي خوا د جرمني د روغتونونو انجمن ویلي دي چي په ټول هیواد کي ۴۰۰۰۰ عاجل او د خاص مراقبت بسترونه موجود دي، یعني دا چي ۴۹ بستره د دغه هیواد د هر ۱۰۰ زره اوسیدونکي له پاره.

له بلي خوا تر نورو اروپايي هیوادونو لکه فرانسې، اتریش او هسپانيا، څه د پاسه یوه هفته وروسته، په ټولنه کي د ګرځیدو راګرځیدو او تماس په هکله محدودیتونه رامنځته کړل. په دې برخه کي جرمني د خپلو ګاونډیانو په مقایسه سست عمل وکړ.

Deutschland Biotech-Unternehmen CureVac
د جرمني د روغتونونو انجمن ویلي دي چي په ټول هیواد کي ۴۰۰۰۰ عاجل او د خاص مراقبت بسترونه موجود ديانځور: Reuters/A. Gebert

نور عوامل هم کیدای سي په دې برخه کي رول ولري. د مثال په ډول د جرمني د فدرالي حکومت ترڅنګ، په زرونو صحي ادارې هم د دغه هیواد په ۱۶ ایالتونو کي د کرونا وبا پر وړاندي اقدامات تر نظر لاندي لري.

ادعا: په جرمني کي د مړیني د سطحي د کمیدو علت یو هم د وضع سوو محدودیتونو لکه فاصله نیولو سخت رعایت دی.

واقیعت: کله چي د جرمني صدراعظمي انګلا میرکل د مارچ پر اتلسمه اعلان وکړ چي خلګ باید په خپلو کورونو کي پاته سي او د دوستانو له لیدلو څخه ډډه وکړي، نو په زرونو کسانو په ټولنیزو شبکو کي شکایتونه پیل کړل چي د پسرلي ښایسته هوا د وتلو له پاره مساعده ده.

که څه هم رستورانتونه او لويي مغازې تړل سوي او د هغو کسانو له پاره چي تر دوو تنو زیات پر لاره روان وي نقدي جریمه ټاکل سوې ده، خو بیا هم دغه مقررات تر اوسه لا جدي نه نیول کیږي.

د مثال په ډول په برلین کي خلګو په څو څو واره پولیسو ته زنګ وهلی چي په پارکونو کي دي د خلکو د راټولیدو مخه ونیسي.

همدارنګه په زیرخانو کي هم ځیني کلبونه تفریحي پروګرامونه جوړوي.

د کورنا موضوع په اړه دلته زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!