1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي طالبانو د محرم پر مراسمو بندیزونه لګولي دي؟

۱۴۰۲ مرداد ۳, سه‌شنبه

خلک له طالبانو غواړي، چي د محرم پر مراسمو لګول سوي بندیزونه لیري کړي. طالبان دغه بندیزونه امنیتي تدابیر بولي.

https://p.dw.com/p/4UL5e
Afghanistan | Ashoura
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

هرکال په افغانستان، ایران، عراق او ځينو نورو اسلامي هیوادونو کي د شیعه ګانو له اړخه د محرم میاشتي پر لسمه د ماتم مراسم ترسره کیږي، خو د کابل اوسیدونکي وايي، سږکال طالبانو د امام حسین د ماتم پر مراسمو بندیزونه لګولي دي.

د حسینیه او مسجدونو د کمېسیون غړي ښاغلي بهرامي دویچه ویله ته وویل، طالبانو په بازار او سړکونو کي پر راټولیدو، خېمو درولو، بیرغ پورته کولو بندیزونه لګولي دي.

اړوند: کابل: د عاشورا مراسم د شديدو امنيتي تدابیرو په شتون کې ترسره شول

بهرامي وايي: «د محرم په لومړۍ ورځ طالبانو پر دوکانونو او سړکونو باندي د بیرغونو پر نښلولو بندیز ولګوی، وروسته يې وویل د امنیتي تدابیرو له مخي باید پر سړکونو او عامه ځایونو باندي غونډي ونه سي او همدارنګه د ابوالفضل او سخي پر زیارتونو باندي د ماتم د مراسمو مخنیوی يې هم وکړ.»

ښاغلی بهرامی وايي، په دې اړه يې د طالبانو له امنیتي مسؤلانو سره یوشمېر ناستي هم کړي دي: «په یوشمېر ناستو کي مو د طالبانو له امنیتي مسؤلانو څخه دا پوښتنه کړ ې ده، چي ولي د بیرغ او بیرغ پورته کولو مخنیوی کوی، د طالبانو امنیتي او د امر بالمعروف کارکوونکو په جواب کي راته ویلي دي، د ماتم بیرغ او د بیرغ پورته کول ایرانی او پاکستانی کلتور دی.»

خو طالبان بیا په دې اړه ، چي آیا دا بندیزونه يې دپاکستاني او ایراني کلتور د مخنیوي په اړه لګولي دي، څه نه وايي.

زموږ فېسبوک پاڼه

د کابل ښار یوشمېر شیعه ګانو د یو اوږد لیک د لاسلیکولو ترڅنګ د افغانستان د شیعه عالمانو شورا هم په یو پرېکړه لیک کي له طالبانو غوښتي دي چي بندیزونه لیري او د محرم میاشتي امنیت خوندي کړي.

د پلازمېني یوشمېر اوسېدونکي وايي، طالبانو د شیعه ګانو په سیمو په ځانګړي ډول د کابل په دشت برچي او افشار کي د خیمو پر وهلو او د ماتم بیرغ پورته کولو باندي بندیزونه لګولي دي.

اړوند: غزنی:‌ د عاشورا مراسم د کرونا وېروس د پراخېدو پر مهال څنګه نمانځل کیږي؟

د شیعه عالمانو د ټولني غړي جواد صالحي دویچه ویله ته وویل، د محرم میاشتي د مراسمو په اړه يې له طالب مسؤلانو سره یوشمېر ناستې درلودې، د طالبانو مسؤلانو ژمنه ورسره کړې ده، چي د ماتم د مراسمو امنیت به خوندي کوي.

صالحي زیاتوي: «د طالبانو مسؤلانو موږ ته وویل، د امنیت د ټینګښت په خاطر باید پر سړک او بازار کي د راټولېدو مخنیوی وسي او همدارنګه په ټولو تکیه خانو کي د محرم مراسم ونه لمانځل سي، خلکو ته ښايي، چي له څو مسجدونو او تکیه خانو پرځای په یو ځای کي را ټول سي.»

اړوند: په کابل کي پر «سخي زيارت» چا يرغل وکړ؟

په تیرو دوو کالو کي د محرم میاشتي مراسم په ټول افغانستان کي بېله کوم بندیز څخه لمانځل سوي ول، خو سږکال ډېر بندیزونه لګول سوي دي او د کابل اوسیدونکي له طالبانو غواړي، چي د خلکو باور او عقیدې ته درناوی وکړي.

افغانستان/ د محرم میاشتي ځانګړي مراسم
افغانستان/ د محرم میاشتي ځانګړي مراسم انځور: DW/G. Adeli

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي دویچه ویله ته وویل، شیعه هیوادوال وروڼه کولای سي، چي خپل مذهبي مراسم د نورو کلونو په ډول په ازادانه ډول ترسره کړي: «اسلامي امارت ویلي دي چي د ډیرو راټولېدونو او غونډو مخنیوی دي وسي دا پرېکړه د شیعه عالمانو او مخورو سره په همږغۍ سوې ده.»

د محرم میاشتي د ماتم پر مراسمو د طالبانو یوشمېر بندیزونه په ټولنیزو رسنیو کي د ډېرو غبرګونونو سره مخامخ سوي دي.

یوشمېر مخکني چارواکي د طالبانو دغه کړنه ظالمانه او تبعیض ډوله ګڼي.

د محرم پر مراسمو د یوشمېر بندیزونه په اړه غبرګونونه

د افغانستان د ملي ا منیت مخکني مشر رحمت الله نبیل په خپاره کړي ټویټ کي لیکلي دي، چي د ماتم پر مراسمو د طالبانو له خو د بندیزونو لګول د برابرۍ او مذهبي خپلواکۍ په وړاندي د هغوی د مخالفت ښکارندویي کوي. ده دغه ګام نه یوازي ظالمانه او تبعیض ډوله یاد کړی، بلکي یادونه يې وکړه چي دا بشري حقونو ته سپکاوی او د اسلامي بنسټیزو اصولو تر پښو لاندي کول دي.

زموږ یوټیوب پاڼه

نبیل زیاتوي: «یوې عادلانه او سوله ایزي ټولني ته د رسیدو په لار کي د عقیدو نوښت ته احترام اړین دی، د طالبانو پرېکړي د هغو خطرناکو افراطي ایډیولوژيو څخه سرچینه اخلي چي د مذهبي نوښت د ځپلو په هڅه کي دي او پر نورو  خپل افراطي اندونه تپي.»

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې د یوې اعلاميې په ترڅ کي د شیعه ګانو د ماتم له مراسمو څخه د بندیزونو د لیری کولو غوښتنه کړې او د طالبانو دا پرېکړه يې مذهبي اختلافونو ته د لمن وهلو په معنی او د مذهبي نابرابرۍ او تبعیض خپرولو یوه لار ګڼلې ده.

اړوند: ولسمشر غني د اشورا په مناسبت وینه ورکړه

په دې اعلامیه کي راغلي دي: «د تاریخ په اوږدو کي د مختلفو مذاهبو پيروان، د سني او شیعه اسلامي مذهبونو د پيروانو په ګډون سوله ایز ژوند کړی دی، شیعه خویندو او ورڼو همېشه بېله کومو بندیزونو د عاشورا مراسم په جوماتونو، تکیه خانو، سړکونو او بازارونو کي د سني  ورڼو سره په پوره همږغۍ ترسره کړي دي.»

 کارپوهان وايي، په افغانستان کي بېلا بېل ملیتونه د بېلا بېلو مذهبونو سره ژوند کوي، ښايي د هغوی عقیدو او مذهبونو ته درناوی وسي.

د سیاسي چارو کار  پوه احمد سعیدي په دې باور دی، چي طالبان بېله خپلي ژبي او حنیفي مذهبه بل څه ته عقیده نه لري او ترمخه يې هم اجازه نه ورکوله، چي جعفري فقه دي په رسمیت وپېژندله سي.

اړوند:«پر عاشورا مراسمو ۲۶ تورن بريدگر مو نیولي دي»

سعیدې دویچه ویله ته وویل: «طالبان یوې ژبي او یو مذهب ته پر نورو ترجیح ورکوي، طالبان اجازه نه ورکوي، چي جعفري فقه دي په رسمیت وپېژندله سي. طالبان له داعش څخه بیریږي او نه غواړي، چي د کومي پېښي په پېښېدو سره بدنام سي. »

د سعیدي په اند، په افغانستان کي پر شیعه ګانو باندي فشار او بندیزونه د طالبانو او ایران ترمنځ له ترینګلو اړیکو سره هم پیوندلري. په دې وروستیو کي د حقابې پر سر د کابل او تهران اړیکي خړي پړي سوي دي.

د یادوني وړ ده، چي په تېرو۲۰ کلونو کي حنیفي او جعفری فقه د افغانستان د حکومت له خوا د رسمي مذاهبو په نامه پېژندل کېدلې، خو له هغه وروسته چي طالبان یوار بیا د واک پر تخت کښېنستل نو د دغه هیواد په پوهنتونو نو کي يې د جعفري فقي تدریس منع کړ.

زموږ له ارشیف څخه: 

په افغانستان کې د عاشورا مراسم په امنیت کې ولمانځل شول