1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي بريتانويان د نورو اروپايي هيوادونو د تابعيت غوښتنه کوي؟

۱۳۹۷ دی ۱۷, دوشنبه

د بريتانيا ډير وگړي د خپل هيواد شرايط ډاډمن نه گڼي او د اروپايي ټولني په نورو هيوادونو کي ئې د تابعيت غوښتنه کړې ده. ډير ئې په ايرلنډ، جرمني، پرتگال او سويډن کې تابعيت غواړي.

https://p.dw.com/p/3B7zw
Neue Reisepässe mit Chip
انځور: picture-alliance/dpa/P. Grimm

بريتانيا په رسمي توگه د ۲۰۱۹م کال د مارچ مياشتي پر ۲۹ نېټه د اروپايي ټولني له غړيتوبه وځي. خو دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي د دغه هيواد پارلمان به تر دغي نېټې پوري له اروپايي ټولني څخه د بريتانيا د وتلو تړون تصويب کړي او که به دغه وتل بې له هر ډول قرارداده وسي.

له اروپايي ټولني څخه د بريتانيا د وتلو مسئلې د دغه هيواد ډير وگړي اندېښمن کړي دي. هغوی اندېښنه لري چي له اروپايي ټولني څخه د وتلو په صورت کي به ئې اقتصادي وضعيت تر پخوا بدتره سي. په ځانگړې توگه که بريتانيا بې له قرارداده له دغي ټولني څخه ووځي.

د جرمني خبري آژانس د يوې نظر پوښتني پايله ښيي چي په نورو اروپايي هيوادونو کي د بريتانويانو د تابعيت غوښتل ډير سوي دي. دوی تر نورو ډير له ايرلنډ، جرمني، پرتگال او سويډنه د تابعيت غوښتنه کړې ده.

په نورو اروپايي هيوادونو کي د بريتانويانو د تابعيت غوښتل له هغه وروسته پيل سول چي له اروپايي ټولني څخه د بريتانيا د وتلو په اړه په ۲۰۱۶م کال کي رفرندم وسو. د تابعيت ورکولو په برخه کي د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو قوانين متفاوت دي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت څو ورځي مخکي (د ډسمبر مياشتي پر ۳۱ نېټه) اعلان وکړ، چي په ۲۰۱۸م کال کي د ايرلنډ د تابعيت غوښتل په سلو کي ۲۲ سلنه زيات سوی او شمیر ئې ۱۰۰ زرو غوښتنليکونو ته رسېدلی دی. په ۲۰۱۵م کال کي يوازي ۴۶زره غوښتنليکه وړاندي سوي ول.

په بريتانيا کي هر هغه څوک چي په ايرلنډ او يا شمالي ايرلنډ کي زېږېدلی وي او يا مور او پلار يې ايرلنډيان وي د ايرلنډي پاسپورت لرلو حق لري. په دې قانون کې نژدې شپږ ميليونو بريتانويان راځي.

ايرلنډ اعلان کړی دئ چي په ۲۰۱۸م کال کي ۱۸۳ زرو بريتانويانو د ايرلنډ د تابعيت غوښتنه کړې ده.

جرمني د تابعيت په برخه کي محبوب دی

که په ۲۰۱۵م کال کي يوازي ۶۲۲ بريتانويانو د جرمني د تابعيت غوښتنه کړې وه، په ۲۰۱۷م کال کي ئې بيا شمېر ۷۵۰۰ ته رسېدلی دئ. په جرمني کې تر ترکانو وروسته، ډيرو بريتانويانو د تابعيت غوښتنليکونه وړاندي کړي.

د جرمني د فدرالي احصايي دفتر د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۷م کال کي د هغو بريتانويانو چي د جرمني تابعيت لري يو پر لسمه برخه ئې په جرمني کي ژوند نه کوي.

پرتگال د بريتانويانو له پاره بل محبوب هيواد

په ۲۰۱۵م کال کي په پرتگال کي ۶۲ بريتانويانو د تابعيت غوښتنه کړې وه. خو په ۲۰۱۸م کال کي دغه غوښتني ۵۰۰ ته رسېدلي دي. اوس په پرتگال کي شاوخوا ۵۰ زره بريتانويان ژوند کوي.

د سويډن د مهاجرو چارو ادارې هم اعلان کړی دئ چي په ۲۰۱۷م کال کي په دغه هيواد کي ۵۱۱ بريتانويانو د تابعيت غوښتنه کړې وه. خو يو کال وروسته دغه شمېر ۱۶۰۰ ته رسېدلی دئ.

په ۲۰۱۸م کال کي بريتانيا په هغو لسو هيوادونو کي راغلی چي وگړي ئې تر نورو هيوادونو زيات په سويډن کي د تابعيت غوښتنه کوي. د معلوماتو له مخي د ۲۰۱۸م کال د مارچ مياشتي تر پايه پوري ۵۸۳ بريتانويان په سويډن کي په تابعيت اخيستلو بريالي سوي دي.

زموږ له ارشيفه: