ولسي جرګې ته يو کانديد د خپلو ساتونکو سره و تښتول سو
۱۳۸۹ تیر ۳۰, چهارشنبهد افغانستان ولسي جرګې ته نوماند ارباب محمدیوسف دسه شنبې په ورځ دهرات ګلران ولسوالۍ کي د ټاکنیزه مبارزې پر مهال ناڅرګندووسله والود دوو تنو ساتونکوسره وتښتاوه.
داخبری غرب زون کی دساحوی پولیسوقومندان جنرال اکرام الدین یاورپه د تليفون پر ليکه المان ږغ راډيو ته کړې.
هغه وويل:« ارباب محمدیوسف په ګلران ولسوالۍ کي ددوو ملګروسره نادرکه سو، د پولیسولټون جر یان لري ښايي قومي ستونزه به وي خوپر دې سربیره يې هم موږ د لټون هڅه پیل کړې. »
په غرب زون کي د ټاکنوخپلواک کمېسیون رئیس اول الرحمن رودوال وویل په داسي حال کي چي دولایت په کچه د ۱۴ټاکنیزه مرکزونوسیمي ناامنه پیژندل سوی امنیه قومانداني يې د امنیت ډاډ ورکړی دی.
د هرات د امنيې قوماندان جنرال محمدسالم احساس وايي چي ټول امنيتي تدابيريې نیولي دي او کومه امنيتي ستونزه نشته »
امینه قوماندان له نوماندو څخه وغوښتل چي ليري پرتوسیمو ته له تګ څخه د مخه پولیس په جریان کي واچوي.
ګلران د هرات یوه له سرحدي ولسوالیوڅخه ده چي د ایران او ترکمنستان سره د ګډي پولي په شتوالي سره سیمه ایزه خلکو ډیرځله دوسله واله مخالفینو شکایت تري لاره او د ځايي چارواکو په ویناطالبانوپه دا ورستیوکي د شبنامو په خپرولوسره د ټاکنو په وړاندی تهدیدونه هم کړی وه.
دیادولووړده چه ددغه راپورتربشپړيدودګلران دوروستۍ پيښي مسوولیت چاه ندی منلی.
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی. زيارمل