ولسمشر کرزی المان ته سفر کوي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۲, جمعهاعلان
د المان د صدراعظمې ویاند نن وویل چې افغان ولسمشر به د شیکاگو په سرمشریزه کې تر گډون د مخه المان ته سفر وکړي او د دغه هیواد له صدراعظمې انگلا میرکل سره به د مې د میاشتې پر ۱۶مه نیټه لیده کاته وکړي.
د میرکل ویاند سټیفن زای بیرت نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې میرکل او کرزی به د شیکاگو د غونډې د چمتو والي په اړه چې د مې د میاشتې په ۲۰ او ۲۱ نیټه تر سره کیږي، خبرې وکړي او پر دې سربیره دواړه مشران د دوه اړخیزو همکاریو یو تړون هم لاسلیک کړي.