ولسمشر کرزي سوچي ته سفر وکړ
۱۳۹۲ بهمن ۱۸, جمعهپه سوچي کې د اولمپیک د ژمنۍ سیالیو د پرانیستنې په مراسمو کې ولسمشر حامد کرزی د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په بلنه ګډون کوي. له ولسمشر کرزي سره په دې سفر کې په امنیتي برخه کې د هغه مشاور رنګین دادفر سپنتا او د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد عثمانی هم مل دي. ویل شوي دي چې سوچي ته د ولسمشر کرزي سفر به یوازې یوه ورځ دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر نړیوالو مشرانو د سوچي د ژمنۍ سیالیو پرانیستنې په مراسمو کې له ګډون څخه ډډه کړې ده. په دغو مشرانو کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما هم شامل دی. د ډیر شمیر نړیوالو مشرانوانو سوچي ته د سفر نه کولو لامل د پوتین له خوا وضع شوی هغه قانون دی چې له مخې یې په سوچي کې د «همجنس بازۍ په اړه پروپاګند» منع شوی دی.
خو د سوچي د لوبو جوړوونکي وایي چې د لوبو د پرانیستنې په مراسمو کې به شاوخوا ۶۶ نړیوال مشران ګډون وکړي. د سوچي لوبې لا وختي د ډیرو نیوکو او ستونزو سره مخامخ دي.
تر ټولو لویه ستونزه د امنیت په برخه کې ده. یو شمیر هیوادونه اندیښنه لري چې وروستیو پیښو ته په کتو سره کیدای شي د سوچي لوبو امنیت سل په سلو ټینګ نه وي دا په داسې حال کې ده چې روسیه بیا وایي چې د دې لوبو له پاره پوره تیارۍ لري.
بله تر ټولو لویه نیوکه د سوچي په ساختماني پروژو کې د کارګرو د بشري حقونو او د هغوی د پیسو د نه ورکولو په اړه ده. ویل شوي دي چې د مرکزي اسیا ډیر شمیر وګړو په سوچي کې تر کار کولو وروسته خپل معاشونه نه دی ترلاسه کړي او بیرته خپلو هیوادونو ته استول شوي دي.