1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني: پاکستان لا هم وسله والو ته پټنځایونه ورکوي

۱۳۹۸ بهمن ۳, پنجشنبه

د عمران خان د څرګندونو په ځواب کې ولسمشر غني د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې وویل چې پاکستان لا هم داسي وسله والو ډلو ته پټنځایونه ورکوي چې له طالبانو سره د افغان حکومت او امریکا پرضد جګړه کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/3Wiju
Aschraf Ghani  Präsident von Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې۲۳مه) د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم د غونډې په ترڅ کې وویل چې پاکستان لا هم داسي وسله والو ډلو ته پټنځایونه ورکوي چې له طالبانو سره د افغان حکومت او امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې په جګړه کې مرسته وکړي. ولسمشر غني په دې توګه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونې رد کړې.

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، په داووس کې د نړیوال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې حقاني شبکه چې امریکا متحده ایالات یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني، په پاکستان کې فعالیت او مرکزونه نه لري.

د پنجشنبې په ورځ د یوې پوښتنې په ځواب کې ولسمشر غني وویل: «او تاسي د نوموړي [عمران خان] په خبرو باور کوئ؟» ولسمشر غني په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې »یو څوک دا هم ویلی شي چې ځمکه پر لمر نه راڅرخي«.

غني وویل: «دا [د لومړي وزیر عمران خان څرګندونې] یو داسې ردول دي چې مرسته نه شوي کولي. موږ اړ یوو چې د رغوونکو ارتباطاتو له پاره یو له بل سره بوخت شو [خبرې او بحثونه وکړو] داسې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ځانګړې اړیکي پای ته ورسیږي. دا د دواړو هیوادونو له پاره ښه دي او دغه څه د سیمې او ټولې نړۍ له پاره ښه دي.»

ولسمشر غني په خپلو څرګندونو کې همدا راز وویل چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې د پرمختګ یو څه نخښې لیدل شوي دي.

غني وویل: «خلک داسې پایلې غواړي چې له کبله یې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي. موږ غواړو ووینو چې طالبان یوه سیاسي پروسه قبوله کړي.»

په داسې حال کې چې افغانستان له تیرو څلورو لسیزو راهیسې له جګړو او نا کراریو کړیږي، ولسمشر غني وویل چې چاپیریال تر تاوتریخوالي ستر ګواښ دی. هغه خبرداری ورکړ چې د ځکمې ګرمښت، پاکو اوبو ته نه لاس رسی او نور چاپیریالي ګواښونه به په ټوله نړۍ کې په میلیونونه کسان بې وزلۍ ته سوق کړي.

غني د دغې پدیدې له پاره د سیمه ایزو هڅو پر وړاندیز سربیره وویل چې چاپیریال کولی شي جنوبي اسیا سره متحده کړي. نوموړي وویل چې داسې به یې متحده کړي لکه په اروپا کې چې د ډبرو سکرو او اوسپنې دغه قاره سره متحده کړې وه.

(k.h.n.z(Reuters