1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني: د طالب بندیانو د آزادولو ژمنه مو نه ده کړې

۱۳۹۸ اسفند ۱۱, یکشنبه

افغان حکومت ویلي چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د آزادولو هیڅ کومه ژمنه یې نه ده کړې. دا د بین الافغاني مذاکراتو د پیل له پاره د طالبانو یو له مهمو غوښتنو څخه دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه کې هم ذکر شوی دی.

https://p.dw.com/p/3Ygab
Afghanistan, Präsident, Ashraf Ghani in Kabul
انځور: Reuters/M.Ismail

بالاخره وروسته له ۱۸ کلنې جګړې او ۱۸ میاشتنیو مذاکراتو څخه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پرون (د فبرورۍ میاشتې په ۲۹ نیټه) د طالبانو او امریکا ترمنځ په افغانستان کې د سولې راوستلو په اړه تړون لیک لاسلیک شو. هغه موافقه چې په ۱۴ میاشتو کې به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو تمامه شي.

باالمقابل طالبانو د امنیت ژمنه کړې او منلې یې ده چې د مارچ په لسمه نیټه به بین الافغاني مذاکرات پيلوي. په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دویچه ویله ته وویل، په هغه صورت کې چې ۱۰۰۰ تنه حکومتي بندیان او ۵۰۰۰ طالب زندانیان په بریالیتوب سره آزاد شي، بین الافغاني مذاکرات پيلیږي.

خو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې لومړۍ نیټه) په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: «د پنځه زره طالب بندیانو د آزایدو له پاره هیڅ ډول ژمنه نه ده شوې.» نوموړي زیاته کړه په دې اړه غوښتنې مطرح شوي دي او«په وار وار زلمي خلیلزاد او نورو امریکایي چارواکو ته ویل شوي دي چې دا موضوع د افغانستان د ولس د خپلې پریکړې برخه ده.»

غني زیاته کړې ده امریکا په دې بهیر کې آسانتیا رامنځته کوي: «امریکا په دې برخه کې د پریکړې حق نه لري. دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت صلاحیت دی.»

غني همدارنګه زیاته کړه: «دا مسئله کیدای شي د سولې د بین الافغاني مذاکراتو یوه برخه وي، خو د مخکيني شرط په توګه نه شي کیدای.» نوموړي زیاته کړه چې په دې قضیه کې د حُسن نیت مسئله نه ده مطرحه: «باید اعتماد رامنځته شي. ملت باید اعتماد ولري. څوک چې آزاديږي، د دوی پر وړاندې نه راپورته کیږي او وسلې ته رجوع نه کوي.»

هغه همدارنګه وویل چې په دومره شمیر کې د بندیانو آزدیدل هم له تخنیکي پلوه ډیر وخت ته اړتیا لري: «د تماس پلاوی د دواړو له لوري د یوې اجنډا د جوړولو له پاره قطر ته تللی دی.» نوموړي د بین الافغاني سولې مذاکراتو ساحه ډیره پراخه وبلله، په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو تر منځ یې د ۱۸ میاشتنیو بحثونو ساحه محدوده وبلله.

ولسمشر غني سره له دې چې په لسو ورځو کې یې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو آزادیدل رد کړل، خو زیاته یې کړه: «په افغانستان کې به نسبي اوربند دوام ولري، څو بالاخره یو بشپړ بریالیتوب ته ورسیږو.» نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان اساسي قانون او جمهوري نظام باید د سولې قیمت و نه اوسي.

دویچه ویله: ش.ن/ م.ق. ن