1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ولسمشرۍ ته نوماندان د خپل امنیت په اړه اندیښمن دي

۱۳۹۸ مرداد ۸, سه‌شنبه

ولسمشرۍ ته نوماندانو پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې پخپله هم په انتخاباتو کې کاندید دی، نیوکې کړي دی. دغه نیوکې د ولسمشر غني د نوماند لومړي مرستیال امرالله صالح، پر دفتر تر ولسوال برید وروسته کیږي.

https://p.dw.com/p/3MwqD
Afghanistan Wahlen l Stimmabgabe
انځور: picture alliance/AA/M. A. Firooz

د امرالله صالح پر دفتر د یکشنبې ورځې په برید کې لږ تر لږه شل تنه ووژل شول او ۵۰ تنه نور بیا ټپیان شول. د دغه برید چې د یوه ځانمرګي برید کوونکي او وسلوالو له خوا ترسره شوی، ډیر قربانیان ملکي وګړي ول.

ناټو هم اعلان کړی دی چې دوه امریکایي سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي. د پیښې په اړه نور جزئیات ور نه کړل شول.

د یکشنبې ورځې برید د ټاکنو پر مهال د افغانستان د خراب امنیتي وضعیت یادونه وه. دا په داسې حال کې ده چې امریکا اوس په دې هڅه کې ده چې له طالبانو سره د سولې یوه تړون ته ورسیږي.

ولسمشرۍ ته د نوماند حنیف اتمر، ویاند قادر شاه ویلي دي: «حکومت د نوماندانو امنیت ته پام نه دی کړی.»

د شاه په خبره حنیف اتمر او ۱۲ نورو نوماندانو د امنیتي اندیښنو له کبله خپل کمپاینونه ځنډولي دي. هغه زیاته کړې ده چې د ولسمشریزو کمپاینونو د ځنډیدو یو لامل دا هم دی چې دغه نوماندان په دې اند دي چې ولسمشر غني له خپل واک څخه پخپله ګټه استفاده کوي.

محمد حکیم تورسن، هم په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندانو له ډلې څخه یو دی. هغه ویلي دي چې پلویان یې ویره لري چې د تیرو ټاکنو تاوتریخوالی به تکرار شي. هغه زیاته کړې ده: «ډیری نوماندان د امنیت په اړه اندیښنه لري خو هغوی بیا هم باید کمپاینونه وکړي. حکومت باید موږ او خلکو ته امنیتي شرایط برابر کړي.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، بیا ویلي دي چې افغان ځواکونه له اتو میاشتو راهیسې د ټاکنو له پاره چمتوالی نیسي او نوماندانو ته د زغروالو موټرو د ورکړې په ګډون د هغوی د امنیت د ساتنې په موخه جدي تدابیر نیول شوي دي.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د امرالله صالح پر دفتر باندې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

(ms/nz (afp