1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«په سرپل کې د طالبانو په برید کې تلفات اوښتي»

۱۳۹۸ اسفند ۲, جمعه

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو اوونۍ تر پیلیدو یوه ورځ دمخه، لا هم تشدد ادامه لري. طالبانو تیره شپه د سرپل په اطرافو کې پر سیمه برید کړی دی. د ولایتي شورا غړي وایي چې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/3Y7QI
Afghanistan Armee in der Nähe von Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/Dar Yasin

طالبانو تیره شپه د سرپل په اطرافو کې پر ځینو ځایونو بریدونه کړي دي. د سرپل د ولایتي شورا غړی محمد نور رحماني، وایي چې د دغه برید په پایله کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده: «تیره شپه طالبانو د سرپل پر څو سیمو بریدونه کړي دي چې په نتیجه کې یې د کورک په کلي کې څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.»

د سرپل د ولایتي شورا مرستیال سید اسدالله دانش، هم وایي چې طالبانو د ښار په اطرافو کې پر یوه سیمه برید کړی چې په پایله کې پنځه تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او یو شمیر بیا ټپیان شوي دي.

د ولایتي شورا دغه غړي زیاته کړه: «د سرپل ښار ۶۰ سلنه اطراف د طالبانو په لاس کې دي او یوازې د ښار داخلي برخه د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده.»

د افغانستان په شمال کې سرپل یو له ناامنه ولایتونو څخه شمیرل کیږي. دغه ولایت شپږ ولسوالۍ لري. نور رحماني په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «شا او خوا پنځه کاله کیږي چې د کوهستانات ولسوالي د طالبانو په ولکه کې ده، د سوزمه قلعه او صیاد ولسوالیو ۹۵ سلنه او د سانچارک ولسوالۍ ۷۰ سلنه برخه د طالبانو په ولکه کې ده. همداشان د ګوسفندي او بلخاب ولسوالۍ تر امنیتي ګواښ لاندې دي.»

د سرپل ولایتي شورا غړي په دغه ولایت کې له امنیتي وضعیت څخه انديښنه څرګندوي. ښاغلي رحماني زیاته کړه: «واقعا له دې وضعیت څخه انديښمن یو. دولت په دفاعي او طالبان په تهاجمي وضعیت کې قرار لري.»

په کونړ او کاپیسا کې داعش ډلې ته تلفات اوښتي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ادعا کړې ده چې په کونړ او کاپیسا ولایتونو کې د داعش ډلې ۱۹ جنګیالي وژل شوي دي. د دغه وزارت په وینا د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د یوه هوایي برید او کومانډو ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د داعش ۱۲ غړي وژل شوي دي. همداشان د دفاع وزارت له خوا د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې د داعش د ۷ غړو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.