د لوګر د ولایتي شورا غړی او ساتونکي یې په کابل کې ووژل شول
۱۳۹۸ اسفند ۱۸, یکشنبهد یکشبنې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۸ مه نیټه) افغان چارواکو وویل چې د لوګر د ولایتي شورا غړی محمد ناصر غیرت د کابل ښار په اتمه حوزه کې د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل شوی دی.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د آلمان خبري آژانس ته وویل چې تر اوسه پورې د پیښې دلیل نه دی معلوم او دا چې د پیښې مسولیت هم چا نه دی منلی.
بل لوري ته د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ، هم د یادې پیښې پخلی کړی خو زیاتوي چې په دې پیښه کې د غیرت دوه نه بلکې درې ساتونکي وژل شوي دي. تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
ولسمشرۍ ماڼې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د غیرت وژل کیدل غندلي دي او غیرت یې ملي ژمنو ته ژمن کس یاد کړی دی. په اعلامیه کې راغلي: « د افغانستان دښمنان د دغه ډول بریدونو په ترسره کولو سره، په سوله ییز، باثباته او پرمختللي افغانستان او د سولې برابر شوي فرصت څخه په اعظمي استفادې زموږ د هیوادوالو پیاوړې هیلې نشي کمزورې کولای.»
دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې هم یو شمیر وسلوالو کسانو په کابل کې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو برید وکړ چې په پایله کې یې ۳۲ تنه ووژل شول.