تروريزم
وسلوالو په کابل کې د استخباراتو پر یوه روزنیز مرکز برید کړی
۱۳۹۷ مرداد ۲۵, پنجشنبهاعلان
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د برید په هکله وویل: «جګړه لا هم ادامه لري او سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده.» د فرانس پرس خبر آژانس د خبر له مخي یوه بل افغان چارواکي چې غوښتل یې هویت یې پټ وساتل شي، د دې برید پخلی کړی.
د چارواکو په حواله یو شمیر وسلوالو کسانو د ملي امنیت روزنیز مرکز ته څیرمه د رغیدو په حال کې د یوې ودانۍ له داخل څخه د استخباراتو پر روزنیز مرکز ډزې پیل کړي دي. تر اوسه پورې د دې برید د مسوولیت په هکله د کومې وسلوالې ډلې لخوا څه نه دي ویل شوي.
په عین وخت کې د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې ځانګړي قطعات د پیښې سیمې ته رسیدلي.