1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسلوالو په فارياب ولايت کې د يوې کورنۍ ۶ غړي وژلي

۱۳۹۸ دی ۲۹, یکشنبه

افغان چارواکي وايي چې نامعلومو وسه لوالو په شمالي ولايت فارياب کې د يوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي. په وژل شوو کسانو کې د څلويښتو ورځو يو ماشوم هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/3WQbj
Karte Afghanistan Provinz Faryab Englisch
انځور: DW

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند، کريم سروش او د دغه ولايت د ولايتي شورا غړی، محمد روزي، وايي چې په وژل شوو کسانو کې يو د ۴۰ ورځو ماشوم هم شامل دی.

سروش وايي چې پیښه د شنبې په شپه ناوخته د فارياب د اندخوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنتځه شوې ده. د هغه په وينا د پيښې د عاملينو د موندلو په موخه د پوليسو څيړنې روانې دي. 

په رپوټ کې د فارياب د پوليسو له قوله ويل شوي چې د ډزو پر مهال، يو بل څلويښت ورځنی ماشوم او دوه نور کسان ټپيان شوي هم دي. دا چې دغه ټپي شوي کسان له وژل شوو کسانو سره خپلوي لري که نه، په اړه يې څه نه دي ويل شوي.

د افغانستان په ټولنيزو رسنيو کې داسې انځورونه لاس په لاس کيږي چې ادعا کيږي د همدغې پيښې اړوند دي، خو صحت يې نه دی تائيد شوی.

د فارياب پوليس وايي، پيښه په يوه داسې سيمه کې رامنځ ته شوې چې نه د حکومت او نه هم د وسله والو طالبانو په کنترول کې ده.