وسله والو کسانو په فاریاب کې درې تنه په ډزو وژلي
۱۴۰۱ آبان ۱۵, یکشنبهپه فاریاب ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، شمس الدين محمدي، وويل چې دغه افراد د جمعې په شپه په اندخوی ولسوالۍ کې د مالګې په یوه ګان کې په ډزو ويشتل شوي دي. په دې هکله د آلمان خبري آژانس په رپوټ کې ويل شوي چې تر اوسه د دغې پېښې مسئوليت کوم چا يا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستلی.
د تېر کال په اګست کې وروسته له هغې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول، د دوی پر ضد ځای ځای ځينې وسله والې ډلې جوړې شوي، خو دغو ډلو تر اوسه پورې د طالبانو خلاف کومې د پام وړ لاسته راوړنې نه دي لرلي.
په دې منځ کې د «اسلامي دولت» یا داعش په نوم ډلې هم پر طالبانو او هم ملکيانو باندې بریدونه ترسره کړي دي.
شاوخوا یوه میاشت مخکې د کابل په یوه هزاره ميشته سېمه کې د يو تعلیمي مرکز په منځ کې ځانمرګی بريد وشو چې پکې لږ تر لږه ۵۳ زده کونکي چې اکثریت ېې نجونې وې ووژل شول او له سلو ډير نور ټپیان شول.
آ/م.ک.ص./م.ن.ص.