وسله والو په کابل کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژلي
۱۳۹۸ خرداد ۶, دوشنبهد کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې درې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي. پیښنه د کابل ښار په لویدیځه سیمه کې د دوشنبې (۲۰۱۹م کال د مي ۲۷) د سهار په دوو بجو رامنځ ته شوې ده.
فرامرز د پیښې په اړه د څیړنو د پیلیدو خبر ورکړی دی. هغه د وژل شوې کورنۍ د خپلوانو په حواله ویلي دي چې دغې کورنۍ د ځمکې پر سر له یو شمیر خلکو سره دعوا لرله. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه دعوا د کورنۍ د وژل کیدو لامل ده او که نه، خو فرامرز ویلي دي چې برید کوونکو له ځان سره څه نه دي وړي نو له دې کبله دا د غلا یوه پیښه نه ده.
په افغانستان کې پر ځکمو دعوې ډیر وخت د تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو لامل هم کیږي. په وروستیو وختونو کې په دې هیواد کې یو ځل بیا د جګړو د ډیریدو له کبله خلک د لنډ یا اوږدې مودې له پاره له خپل کور کلي تیښتې ته اړیږي او د بیرته ستنیدو په صورت کې کله نا کله د ځمکې پر سر په دعواو کې ښکیلیږي.
ms/bs (dpa)