شخړي
«وسله والو طالبانو ۱۳ افغان امنیتي ځواکونه وژلي دي»
۱۳۹۷ مهر ۱۶, دوشنبهاعلان
د آلمان خبري آژانس د جوزجان د ولایتي شورا مشر عبدالحئ حیات، له قوله لیکلي دي چې تیره شپه په دغه ولایت کې پر امنیتي پوستو باندې د دغه بريد په پایله کې۲۰ نور کسان هم وژل شوي دي.
د حیات، په خبره یاغیان له ګاونډیو ولایتونو فاریاب او سر پل څخه ورغلي ول. د طالبانو ویاند د ټویټر په یوه پیغام کې دغه برید منلی دی.
د یکشنبې په ورځ هم په فاریاب او میدان وردگ ولایتونو کې پر امنیتي پوستونو باندې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو په درشل کې طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.