وسله والو طالبانو پر فراه ښار يرغل کړی
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۵, سهشنبهد فراه د ولايتي شورا مشر فريد بختور د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي وسله والو طالبانو د سه شنبې ورځي په سهار د فراه ښار څو امنيتي پوستې نيولي دي او اوس ډيره سخته جگړه ښار ته نژدې روانه ده.
په ولسي جرگه کي د فراه ولايت استازي محمد سرور عثماني هم د ياد ولايت پر مرکز باندي د وسله والو طالبانو يرغل تائيد کړی دئ.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يرغل مسئوليت پر غاړه اخيستی دئ. هغه ويلي دي چي جنگياليو ئې د فراه پر مرکز له څو اړخونو يرغل کړی دئ او د ښار څو امنيتي پوستې ئې نيولي دي.
خو د دغه ولايت د ولايتي شورا يوې غړي جميلې اميني، بيا ويلي دي چي پر ښار باندي يرغل تيره شپه ناوخته پيل سوی او د ښاره د يوې ناحيې تر نيولو وروسته په نورو سيمو کي هم جگړه روانه ده: «په ښار کي اوس هم جگړه روانه ده او هوايي ځواک اوس پر طالبانو بمبار پيل کړی دئ.»
ياغيانو د ښار پر اوسېدونکو باندي ږغ کړی دئ چي له خپلو کورونو دباندي را و نه وځي او پخپلو «کورونو کي پاته سي»: خو د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چي ځواکونو ئې دغه يرغل پر شا تمبولی دئ «او امنيتي ځواکونه اوس دښمن تعقيبوي».
د فراه ښار يوه اوسېدونکي چي خپل نوم ئې بلال ښوولی دئ ويلي دي: «په ښار کې ډیرو چاودنو او ډزو غږونه اوریدل کیږي.» بلال زیاته کړي ده چې هغه د ښار له هغې برخه څخه چې د ملي امنیت اداره په کي پرته ده، دود د پورته کیدو په حال کې لیدلی دی.