وزيران د کمپيوترونو د څارنې په اړه موافقې ته سره ونه رسېدل
۱۳۸۶ شهریور ۱۶, جمعهاعلان
د آلمان د مسيحي دموکرات او سوسيال دموکرات گوندونو تر منځ د نظرونو اختلافونه خورا ژور دي. د آلمان د کورنيو چارو وزير ولفگانگ شويبله ژر تر ژره د شخصي کمپيوترونو څارنه غواړي تر څو د ترهگرۍ په وړاندې په مبارزه کې مشکوک تروريستان کنترول کړای شي. دی ځکه هڅه کوي چې په دې تړاو يو نوی قانون رامنځته کړي. خو په نورو برخو کې وزيرانو سره موافقه وکړه. د ترهگرو په کمپونو کې اشتراک يا د تروريستي فعاليتونو دپاره اعلانونه به په راتلونکي کې جناحي کارونه وبلل شي. د اونۍ په پيل کې په آلمان کې ترهگر بريدونه شنډ کړای شوي او درې تنه مشکوک ترهگر نيول شوي وو.