1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په وريژو کې آرسنيک د سرطان او نورو ناروغيو لامل کيدای شي

۱۳۹۸ تیر ۲۴, دوشنبه

پوهان خبرداری ورکوي چې د نړۍ په ميليونونو انسانان د وريژو د ناسمه پخولو له وجې ځانونه د خطر په معرض کې اچوي. سرطان، د شکرې او زړه ناروغيانې يې بيلګې ښودلي دي. دليل يې په وريژو کې د آرسنيک په نوم مادې موجوديت ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/3M4nR
Basamatireis auf Leinensack
انځور: picture-alliance/dpa/Stockfood

آرسنيک فلز ته ورته ماده ده چې د تحقيقاتو پر اساس کولای شي په انسانانو کې د سرطان، زړه او شکرې ناروغيو سبب واقع شي. آرسنيک د ځمکو لاندې اوبو کې هم موجود وي چې د غلظت مقدار يې په هره سيمه کې توپیر لري. په ځينو سيمو کې د غلظت دغه مقدار ډير زيات وي. د نړۍ د روغتيا نړيوال سازمان د څښاک په هر يو ليټر اوبو کې د آرسنيک مقدار، لس مايکرو ملي ګرامه ښودلی دی.

له وريژو څخه د آرسنيک د لرلې کولو له پاره بايد څه وشي؟ د بلفاست له پوهنتون څخه پروفيسور اندي اندي مهارګ وايي چې د دغه کار له پاره بايد وريژې په ډيرو اوبو کې پخې شي. هغه په دې اړه د وريژو پخولو درې ډولونه تجربه کړي.

مهارګ په لومړنۍ آزموينه کې يوه پيمانه وريژې په دوه پيمانو اوبو کې پخې کړې. دې سره په وريژو کې د آرسنيک په مقدار کې تغيير نه دی راغلی. 

هغه په دوهمه آزموينه کې يوه پيمانه وريژو ته د اوبو مقدار پنځه پیمانو ته لوړه کړ، او بيا يې اضافه اوبه تر جوشيدو وروسته لرې تويې کړې. په دې کار سره د آرسينک مقدار نيمايي ته راښکته شو.

Deutschland Afghanische Flüchtlinge kochen in Bonn
افغاني قابلي پلوانځور: DW/A. Jawad

په دريمه آزموينه کې يې وريژې يوه شپه مخکې په اوبو کې پريښودې، بيايې تر هغه وخته پريمينځلې چې د وريژو اوبه روښانه شوې. بيا يې د دغو وريژه يوه پيمانه د پنځو پيمانو اوبو سره پخې کړې. د دغه کار په نتيجه کې د آرسنيک مقدار ۸۰ سلنه ښکته شو.

 مهارګ د دې تر څنګ د وريژ د ډولونو په اړه هم سپارښتنې کړي دي. د هغه په وينا باسمتۍ وريژې د نورو وريژو په پرتله لږ آرسنيک لري.

د ويلو ده چې د وريژې بوټی (شولې) د هغو ګياهانو څخه دی چې د آرسنيک د لوړ جذب قابليت لري.

آلمانۍ ويب پاڼه «ولت» د روغتيايي څيړنو اړوند يوې ويب پاڼې په حواله ليکي چې «يوه کيلو وريژې تقريبا ۲۰ تر ۹۰۰ مایکروګرامه آرسنيک لري.» 

وريژې يو له هغو غذايي موادو څخه شميرل کيږي چې د نړۍ په کچه ډير مصرف لري. بنګلاديش په دې برخه کې لومړی ځای لري. همدا ډول استراليا بيا تر ايران وروسته شپږم هيواد دی چې ډيرې وريژې مصرفوي.