وردگ: د امنیتي ځواک کلنی مصرف به مو ۵ ميليارده ډالره وي
۱۳۹۰ مهر ۲۶, سهشنبهد مبلغ چي د افغانستان د دفاع وزير لخوا يې وړاند وينه سوې، په ۲۰۱۰کال کي د افغانستان د ټول عايد درې برابره لوړ دی.
وردگ د افغانستان د دفاع د وزارت په ودانۍ کي ژورنالستانو ته وويل چي د هغو محاسبو له مخي چي اوس افغان امنيتي چارواکو تر سره کړي دي، تر ۲۰۱۴کال وروسته به د افغانستان د امنيتي ځواکونو کلنی مصرف پنځه ميليارده ډالرو ته ورسيږي.
هغه دغه خبري د افغانستان ملي ځواک ته د نړيوالي ټولني لخوا د ورکړل سويو جنګي وسايلو يوه نندارتون کي وکړې.
افغان چارواکي په دې اند دي، چي وروسته تر هغې چي نړيوالي مرستي پر افغانستان ودرول سي دغه هيواد به د خپلو کانونو په استخراجولو سره د امنيتي ځواکونو مصرف پرغاړه واخلي.
وردگ وويل، چي د افغانستان حکومت په دې تلاښ کي دی، چي داسي امنيتي قواوي ولري چي پر بهرنيو مرستو ولاړ نه وي.
هغه دغه خبره هم روښانه کړه، چي د داسي يوه ځواک د جوړولو له پاره يوې انتقالي دورې ته اړتيا ده.
د هغه په خپر د دغي انتقالي دورې پر مهال به افغانستان له خپلو نړيوالو ملګرو څخه مرستو ته اړتيا ولري ترڅو وسي کولای خپل ځواک وساتي.
که څه هم د افغانستان د دفاع وزير ددغي انتقالي دورې د اوږد والي په اړه څه و نه ويل خو افغانستان ته د برتانيې سفير، ويليم پيتي، ويلي دي، چي افغانستان به د ۲۰۱۴کال وروسته هم تر ۲۰۲۵ کاله بهرنيو پوڅي مرستو ته اړتيا ولري.
ولسمشر کرزي او غربي ملاتړ کوونکو موافقه کړې، چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه به د افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه وزي او امنيتي مسؤليتونه به افغان امنيتي ځواکونو ته سپاري.
دا په داسي حال کي ده چي ځيني افغانان بيره لري چي د ۲۰۱۴کال وروسته به افغان امنيتي ځواکونه په دې ونه توانيږي چي د خپل هيواد امنيت وساتي او دغه هيواد به يو ځل بيا د کورنيو جګړو پرخوا روان سي.
رويترز/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل