1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

وردګو کې طالبانو سره جګړې لږ تر لږه ۱۰ پولیس وژلي

۱۳۹۷ مهر ۱۵, یکشنبه

افغان چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې په وردګو ولایت کې له طالبانو سره په جګړه کې د پولیسو لږ تر لږه ۱۰ سرتیري وژل شوي دي. طالبانو غوښتل چې له دې ولایت څخه د تیریدونکي مهمې لویې لارې کنترول ونیسي.

https://p.dw.com/p/3677C
Afghanistan Kämpfe in Ghazni
انځور: Reuters/M. Ismail

د یکشنبې په ورځ د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي وویل چې د وردګو ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې طالبانو حکومتي ودانیو ته اور اچولی او د ولسوالۍ امنیه قوماندان یې له خپلو نهو تنو سرتیرو سره وژلی دی.

غزني ته څیرمه د وردګو پر ستراتیژیک ولایت باندې د وسلوالو طالبانو تکراري بریدونه په اصل کې د دغې ډلې قوت په ګوته کوي. دغه بریدونه دا هم څرګندوي چې د افغانستان تر پارلماني ټاکنو یوازې څو اونۍ وړاندې امنیتي وضعیت تر کومې کچې پورې ترینګلی دی.

د وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل د برید په تړاو وویل چې طالبانو د ۱۰ پولیس سرتیرو تر وژلو وروسته پر یو شمیر ملکي کورونو باندې یرغل کړی، تازه رغول شوې امنیتي پوستې یې ویجاړې کړي او د ښار ځینو سیمو ته د بریښنا جریان یې قطع کړی دی.

منګل د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې حکومتي ځواکونو د طالبانو د برید په ځواب کې عملیات پیل کړي، څو ښار ته د یاغیانو د رسیدو مخه ونیول شي.

Karte Afghanistan Provinz Wardak Deutsch
انځور: DW

په عین وخت کې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د برید په تړاو یوه اعلامیه هم خپره کړې ده. د اعلامیې په اساس یاغیانو د سید آباد ولسوالۍ مرکز او د ولسوالۍ ټولې امنیتي پوستې نیولې دي. اعلامیه همدا راز زیاتوي چې دوی په دې برید کې ګڼ شمیر امنیتي سرتیري وژلي، د دوی وسلې، پوځي تجهیزات او موټر یې نیولي دي.

بل لوري ته د وردګو په ګاونډ کې پروت د غزني ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري بیا وايي چې د طالبانو په یوه برید کې یو سرتیری وژل شوی دی. د نوموړي په خبره طالبانو غوښتل چې د ولایت د ځینو سیمو کنترول ونیسي.

طالبانو د روان کال په اګست میاشت کې د غزني ولایت د نیولو په موخه پراخ ډله ایز بریدونه پیل کړل. غزني له ستراتیژیک پلوه یو له مهمو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې د هیواد جنوب له کابل سره وصلوي. د غزني ولایت په دغه برید کې د امنیتي ځواکونو شاوخوا ۱۵۰ غړو، ۹۵ ملکي کسانو او سلګونو طالبانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.