1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو تر حاکمیت وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ ډيريدل

۱۴۰۰ دی ۱۳, دوشنبه

د يوه رپوټ په حواله په داسې حال کې چې په پاکستان کې په دې وروستيو کلونو کې د ترهګرۍ پېښو شاتګ کړی وو، په ۲۰۲۱م کال کې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ په پېښو کې ۵۶ سلنه زياتوالی ليدل شوی دی.

https://p.dw.com/p/455Kr
Pakistan Angriff auf eine Polizei-Schule
انځور: Picture-Alliance/AP Photo/A. Butt

د امنیتي مطالعاتو او شخړو په هکله د پاکستان انستیتوب یا «Pakistan Institute for Conflict and SecurityStudies» په نوم څيړنیز مرکز په حواله چې لنډیز یې «پي آی اسي اس اس» دی، په پاکستان کې په ۲۰۲۱م کال کې لږ تر لږه ۲۹۴ ترهګریز بريدونه ثبت شوي دي.

په دې پېښو کې ځانمرګي بريدونه، بمي چاودنې، پر پوځيانو وسله وال بريدونه او وسله والې نښتې شاملې دي. د ياد انستيتويت په حواله په ۲۰۲۰م کال کې بيا د دې ډول پېښو شمير ۱۸۸ ته رسيده.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې په حواله په دغه هېواد کې په ترهګريزو بريدونو کې ډيرښت  په لومړي ځل له ۲۰۱۴م کال راهيسې وليدل شو کله چې امنيتي ځواکونو د القاعدې شبکې او طالبانو سره د اړيکي درلودونکو پر وړاندې پوځي عمليات پېل کړل.

«د پاکستان په بلوچستان کې تروريستي حملې ۹۰ سلنه ډيرې شوي»

د دې تازه خپاره شوي رپوټ په حواله لږ تر لږه ۳۹۵ کسان چې تر نيمايي ډېر یې عسکر او پولیس دي، په ۲۰۲۱م کال کې وژل شوي دي. په اسلام آباد کې چارواکي او د امنيتي چارو شنونکي په تاوتریخوالي کې زياتوالی په افغانستان کې په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو په رسيدو پورې منسوبوي.

زياته شوې چې زياتره بريدونه د تحريک طالبان پاکستان ډلې له خوا ترسره شوی دي. دغه ډله د افغان طالبانو څخه جلا ډله ده او په پاکستان کې فعاليت کوي.

د امنيتي شنونکي فدا خان، په حواله پاکستاني طالبان چې احتمالاً د افغانستان پولې ته څېرمه په پرتو سيمو څخه فعالیت کوي، واک ته د خپلو افغان سيالانو تر رسيدو راهيسې زړور شوي دي.

په بلوچستان کې څلور پاکستاني سرتيري وژل شوي

نوموړي وويل: «دا بايد په اسلام آباد کې د خبرداری د نخښې په توګه وانګيرل شي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته وسله وال د جنوبي او مرکزي آسيا نورو برخو ته هم پراخيدلی شي.»

خان زياته کړه چې پاکستاني طالبانو په دسمبر مياشت کې د ۴۵ بريدونو د ترسره کولو ادعا کړې وه چې دا په ۲۰۲۱ م کال کې تر ټولو زيات بريدونه ول او دا کيدای شي دې ته اشاره وي چې په ۲۰۲۲م کال کې به وضعيت تر دې هم خراب شي.

ب. ص/ خ.ح (DPA)

زموږ له آرشيف څخه: