1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو په فکر کې ده»

۱۳۹۷ آبان ۲۲, سه‌شنبه

والستریت ژورنال پر دغې موضوع د یو شمیر خبرو منابعو په حواله لیکلي دي چې د ترمپ اداره پر دې فکر کوي چې ایا پر افغان حکومت د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو په موخه فشار راوړي او که نه.

https://p.dw.com/p/388Vt
Afghanistan Wahlen Stimmen werden neu ausgezählt
انځور: Reuters

د «والستریت ژورنال» ورځپاڼې په یوه رپوټ کې لیکلي چې د ترمپ اداره اوس مهال په دې فکر کوي چې پر افغانستان فشار راوړي څو د راتلونکي کال ولسمشریزې ټاکنې وځنډوي. د دې کار تر شا دلیل د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای په موخه له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو د سولې خبرې په ګوته شوي دي.

یادې امریکايي ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي چې په افغانستان کې د سیاسي پخلاینې د بریالیتوب له پاره د ترمپ اداره غواړي په دغه راز یوه اقدام لاس پورې کړي. د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ ده چې د امریکا دریو ولسمشرانو د واک په موده کې لا هم پای ته نه ده رسیدلې.

ورځپاڼه لیکي چې د راتلونکي میلادي کال په اپریل میاشت کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو نظریه د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، له لوري مطرح شوې ده. نوموړي دغه نظریه د افغانستان له یو شمیر چارواکو سره شریکه کړې ده. رپوټ کاږې چې د خلیلزاد دفتر د دې موضوع او په دې تړاو د خلیلزاد د هڅو په هکله له تبصرې ډډه کړې ده.

بل لوري ته د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري، بیا پر خپله ټویټر پاڼه د دې نظریې په غبرګون کې لیکلي: «د افغانستان حکومت د هیواد د اساسي قانون پر اساس او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د [ولسمشریزو ټاکنو] ټاکل شوي تاریخ ته په بشپړه توګه ژمن دی.»

چخانسوري زیاته کړې چې د ولسواکۍ دوام ضروري ده او د افغانانو له غوښتنې پرته چې په اساسي قانون کې په واضح توګه څرګنده شوې، بل انتخاب موجود نه دی.

تیره اونۍ په پلازمینه کابل کې ولسمشر غني د وروستیو پارلماني ټاکنو په هکله په څرګندونو کې ټینګار وکړ چې ولسمشریزې ټاکنې به د پلان له مخې د راتلونکي میلادي کال د اپریل میاشتې پر ۲۰مه نیټه ترسره شي. ولسمشر غني په دې هکله وویل: «د آزادو او ټول شموله ټاکنو پر اساس به افغانان خپله راتلونکې مشرتابه وټاکي.»

په عین وخت کې ارګ هم د سه شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر ټاکلې نیټه د ولسمشریزو ټاکنو پر ترسره کیدو ټینګار کړی دی.

ایا د ټاکنو ځنډول به ښې پایلې ولري؟

د والستریت ژورنال ورځپاڼې لیکلي دي چې د ولسمشریزو ټاکنو ځنډول به د کابل او واشنګټن ترمنځ تازه ناندرۍ رامنځ ته کړي خو د ټاکنو د ځنډولو د توجیه اصلي دلیل له طالبانو سره روانې جنجالي د سولې خبري دي.

ځینې امریکايي چارواکي ویره لري چې د افغانستان د ټاکنو په بهیر کې ستونزې او په دې هیواد کې سیاسي جنجالونه به د خلیلزاد د سولې هڅې یا فلج او یا هم په بشپړه توګه ناکامه کړي. په رپوټ کې راغلي چې امریکایي چارواکي پر داسې لارو چارو غور کوي چې په پایله کې یې طالبان په چټکه توګه د افغانستان په سیاسي بهیر کې یوځای کیدای شي. زیاته شوې چې له همدې کبله د دواړو اړخونو تر منځ د ګډو دریځونو د موندل کیدو هڅې روانې دي.

په داسې حال کې ولسمشر ترمپ په افغانستان کې د امریکا د نقش په هکله پوښتنې کوي، خلیلزاد خپلو همکارانو ته ویلي چې هغه ولسمشر ترمپ ته د ځواب ورکولو او د افغانستان د سیاسي حل له پاره له شپږو تر ۱۲ میاشتو وخت لري.

پخواني دپلومات رابین رافیل، چې د کلونو له پاره یې په جنوبي آسیا کې کار کړی په دې هکله ویلي چې خلیلزاد داسې یو څوک دی چې غواړي هرڅه ژر ترسره شي. په داسې حال کې چې د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو په هکله ګڼ شمیر افغان چارواکو مخالفت څرګند کړی، خو د غني په اداره کې یې ځینې پلویان هم موندلي. په دې تړاو یوه جګپوړي افغان سیاستوال ویلي چې که چیرته د [د سولې] په هکله د معاملې امکان موجود وي، هغه به د ټاکنو له ځنډولو سره مخالفت ونه کړي. نوموړي کس چې نه غواړي نوم یې بربڼد شي په دې تړاو زیاته کړې: «سولې ته د رسیدو له پاره، څوک باید انعطاف ولري. ولسمشریزې ټاکنې تر سولې مهمې نه دي.»

د یوه بل غربي دپلومات په حواله په دې تړاو بل بدیل دا دی چې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي خو له دې تفاهم سره چې د طالبانو په ګډون یو ټول شموله موقت حکومت رامنځ ته شي. دغه دپلومات ویلي چې حل لارې اسانه نه دي.

والستریت ژورنال په خپل رپوټ کې د هغو کسانو نومونه نه دي خپاره کړي چې په حواله یې دغه رپوټ چمتو شوی دی.