هیلموت شمدت، ته د ویسټ پالیا په نوم د سولې جایزه ورکړل شوې ده
۱۳۹۱ مهر ۲, یکشنبهاعلان
د المان پخواني صدراعظم هیلموټ شمدت، ته د المان د ویسټ پالیا په نوم د سولې جایزه ورکړل شوی دئ. دغه جایزه د المان د یوې باارزښته جایزې په توگه پیژندل کیږي. هغه ته دغه جایزه د اروپا د یووالې په هلو ځلو کې د برخې اخیستو له امله ورکړل شوی ده. سوسیال دموکرات شمدت د ۱۹۷۴م کال څخه تر ۱۹۸۲م کاله پورې د المان د صدراعظم په توگه دنده تر سره کړې ده او په ۱۹۷۹م کال کې ئې د اروپایي شوری او د اروپا د پیسو د اتحادیې په جوړولو کې مرسته کړې وه. هغه په خپله بیانیه کې د اروپا د اوسني کړکیچ په اړه خبرداری ورکړ چې لا تر اوسه هم د اروپایي ټولنې اتحاد له خطر سره مخامخ دئ.