1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هکرانو د آلماني سياستوالو او سندرغاړو شخصي معلومات خپاره کړل

۱۳۹۷ دی ۱۵, شنبه

هکرانو د آلماني سياستوالو شخصي اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا کړی او پر انترنيت يې خپاره کړي دي. نژدې ټول ګوندي فراکسيونونه او حتي صدراعظمه انګلا مرکل له دغو حملو اغيزمنه شوې، خو «آلمان له پاره بديل» ګوند اغېزمن شوی نه دی.

https://p.dw.com/p/3B49h
Symbolbild Laptop IT Hacker
د آرشيف انځورانځور: picture alliance/NurPhoto

دا تر هر چا ډير د آلمان د عدليې د وزيرې «کترينا بارلي» په خبره يوه «ډيره جدي حمله» ګڼل کيږي. د دغو حملو په اړه په لومړي سر کې د (آر بي بي) رسنۍ رپوت ورکړ چې ګرځنده تيلفون، خصوصي چتونه، د سياستوالو آدرسونه، نور ډير شخصي معلومات او د ګوندونو داخلي اسناد په دغه لړ کې په انترنېټ کې خپاره شوي دي.

دغه اطلاعات د ټويټر د يوې پاڼې له لارې چې تر ډير وخت پورې ناپيژانده پاتې شوې وه، خپاره شوي دي. د هکرانو له دغو حملو څخه د آلمان په بونديستاګ يا د آلمان په پارلمان کې «د آلمان له پاره بديل» ګوند يا (اې اف دي) پرته، ټول سياستوالان اغيزمن شوي دي.

مېرکل هم د هکرانو تر حملو لاندې راغلې

د آلمان حکومت د وياند مرستيالې مارتينا فيتس، د جمعې په ورځ په برلين کې وويل چې د هکرانو له حملې څخه په ټولو لوړو کچو کې، يعنې د بوندستاګ يعنې د آلمان د پارلمان غړو څخه نيولې، د اروپا پارلمان، ايالتي پارلمانونو او ښارواليو پورې اغيزمن شوي دي. فيتس زياته کړه چې حکومت د هکرانو دغه حملې ډيرې جدي نيسي. هغې دغه راز خبرداری ورکړ چې حتی کيدای شي د دغو اطلاعاتو په منځ کې جعلي مواد هم شتون ولري.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر يوې وياندې ويلي دي چې په دغو خپرو شوو اطلاعاتو کې هم تازه او هم ډير زاړه اطلاعات شامل دي.

د فيتس په خبره، حکومت د دغو حملو په اړه، د پنجشنبې شپې له نيمايي څخه خبر تر لاسه کړی دی.

همدا ډول آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» رپوټ ورکړی چې د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل هم د دغو هکرانو د حملو قرباني ګرځيدلې ده. په همدې اساس، د نورو په منځ کې، د فکس يوه شميره، ايميل آدرس او يو شمير هغه مکتوبونه چې مېرکل ته استول شوي او يا مېرکل په لاس راوړي، خپاره شوي دي. خو د صدراعظمې په اړه حساس اطلاعات په دغو خپرو شوو اطلاعاتو کې شامل نه دي.

سياسي مشرانو پورې اړوند حساس اطلاعات

د «بيلد» ورځپاڼې د رپوټ په حواله، هکرانو په نورو مواردو کې د خپلو حملو له لارې د ډيرو سياسي مشرانو حساسو اطلاعاتو ته لاسرسی موندلی او هغه يې خپاره کړي دي. ورځپاڼې په دې لړ کې د زرغون ګوند د مشر رابرت هابيک، د سوسيال دموکرات ګوند (اس پي دي) د عمومي منشي لارس کلينګبايل او د دغه ګوند د پخواني مشر زيګمار ګابريل نومونه ذکر کړي دي.

بارلي وويل: «د دغه کار عاملان غواړي پر دموکراسۍ باندې باور او د دموکراسۍ بنسټونو ته زيان ورسوي.» د سوسيال دموکرات ګوند دغې سياستوالې وغوښتل چې د دغو سايبري حملو عاملان بايد په ډيرې چټکۍ سره وپيژندل او احتمالي سياسي انګيزې يې روښانه شي.

دا چې د دغو سايبری حملو عامل څوک دی او دغه اطلاعات يې په څه مقصد په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي، لا تر اوسه نه دی معلوم. داسې ښکاري چې د خپرو شوو اسنادو انتخاب به تر ډيره بريده تصادفي وي. په خصوصي خپرو شوو اطلاعاتو کې د موبايل يا ګرځنده تيلفونونو شميرې او غوښتنليکونه، د بيلګې په توګه په حزبي کنګرې کې د ګډون غوښتنليکونه شامل دي.

له سياستوالو علاوه، يو شمير هنرمندان هم د هکرانو تر حملو لاندې راغلي دي. د (آر بي بي) د رپوټ په اساس، له لومړنۍ کتنې وروسته داسې نتيجه په لاس راغلې ده چې حساس سياسي اسناد نه دي خپاره شوي. خو د خصوصي اطلاعاتو د ډيروالي په دليل، داسې ښکاري چې د دغه کار زيان خورا ستر وي.