1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان دې د محدودیتونو پر ځای کاري چاپېریال برابر کړي»

۱۴۰۲ تیر ۲۰, سه‌شنبه

طالبانو په کابل کې د سړک د غاړي لاس پلورونکو له پاره د لاوډسپیکرونو پر کارولو بندیز لګولی دی. سوداګر او هټیوال له طالبانو غواړي چې د محدودیتونو او د زیاتو مالیاتو د اخیستلو پر ځای دې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

https://p.dw.com/p/4ThyM
Afghanistan Trödelmarkt
انځور: DW/H. Sirat

په کابل ښار کې په زرګونو کسانو د بې وزلۍ او بېکارۍ له امله د سړکونو پر غاړو په کراچیو کې توکي پلوري. خو دوی وايي چې د طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو او د کابل ښاروالۍ د مامورینو له خوا ځورول کیږي.

د طالبانو د ښاروالۍ ادارې هم په کابل ښار کې د غږیزې ککړتیا او ګډوډۍ د مخنیوي په موخه د پلورونکو له خوا د لوډسپیکرونو پر کارولو بندیز لګولی دی. په کابل کې پلورونکي معمولاً له لاوډسپیکرونو څخه کار اخلي ترڅو د پیرودونکو پام ځانته جلب کړي.

افغانستان کې لاسي پلورونکي
افغانستان کې لاسي پلورونکيانځور: DW/H. Sirat

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي دویچه ویله ته وویل، هغه کسان او اشخاص چې د ښاروالۍ له مقرراتو او اعلاناتو سرغړونه کوي، ورسره به جدي او قانوني چلند وشي.

بارکزي وویل: «د لاوډسپیکرونو کارول لا دمخه منع وو. خو د لومړي ځل له پاره مو رسنۍ د خلکو د خبرولو له پاره وکارولې. تر دې دمه د ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا د سړک غاړي د لاس پلورونکو سلګونه لاوډسپیکرونه راټول شوي او څو تنه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.»

«د افغانستان نیم نفوس له د لوږې د کرښې لاندي ژوند کوي »

په کابل کې د سړک غاړي لاس پلورونکي وايي، سربېره پر دې د طالبانو د ښاروالۍ ادارې دوی ته امر کړی، چې د ځانونو ته غرفې جوړې کړي او د سړکونو پر غاړو دې کار نه کوي.

رمضان د کابل په دشت برچي  کې د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ راوړونکی دی. نوموړی وايي، تېر کال کابل ښاروالۍ ۱۷۰ لاس پلورونکو ته امر کړی، چې د سړک پرغاړو او د ناولو اوبو لښتیو باندې باندې غرفې جوړې کړي.

رمضان وويل: «د ښاروالۍ د کارکوونکو په لارښوونه مې د اوبو د لښتي پر سر او د سړک تر غاړه د ١٥زره افغانيو په لګښت يوه غرفه جوړه کړه، د غرفې کرايه ١٧٠٠ افغانۍ ښاروالۍ ته ورکوم، چې کاروبار ښه و لګښتونه مو پوره کېدل.»

افغانستان کې لاسي پلورونکي
افغانستان کې لاسي پلورونکيانځور: DW/H. Sirat

رمضان په دې وړه هټۍ کې هندواڼې پلورلې، خو اوس طالبانو هغه او نور پلورونکي یو سرای ته لېږدولي او ورته ویلي یې دي چې په دې ځای کې دې کار ته دوام ورکړي. د رمضان په وینا، اوس یې کاروبار ښه نه دی. رمضان وویل: «خلک یو سرای ته د سودا اخیستلو له پاره نه راځي او میوه او سبزي نه اخلي. د سرای کرایه هره مياشت ١٦٠٠ افغانۍ ده او نور ١٧٠٠ افغانۍ د غرفې له پاره ورکوم، چې د طالبانو له خوا تړل شوې ده. د ډوډۍ خوړلو عايد نه لرم او د کورنۍ غړي مې هم وږي دي.»

د بې وزلۍ له امله په سلګونو ماشومان هم لاس پلورلو ته مخه کړې ده. دغه لاس پلورونکي له طالبانو غواړي چې د محدودیتونو او مقرراتو پر ځای دې خلکو ته د سوداګرۍ زمینه برابره کړي.

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور

خو د کابل ښاروالۍ ریاست چې د طالبانو تر ادارې لاندې دی، وايي چې دا کار يې د نظم او مقررراتو او د کثافاتو د مخنيوي په موخه کړى دى.

خو اقتصادي کارپوهان بیا د خلکو وضعیت د اندېښنې وړ بولي. په زرګونو کسان په لاس پلورلو بوخت دي او د هغوی د پېر او پلور ځای باید مدیریت شي، خو دا کار باید د دوی د کار خنډ نه شي.

افغانستان کې لاسي پلورونکي
افغانستان کې لاسي پلورونکيانځور: DW/H. Sirat

د اقتصادي چارو کارپوه محمد اصف مبلغ دویچه ویله ته وویل، چې په تېرو شلو کلونو کې د لاس پلورلو کاروبار دود په ټولنه کې ترویج شوی، دوی اوس مستحق او د شکایت حق لري.

مبلغ وويل: «په لويو ښارونو کې خلک خپل خام توکي له لاس پلورونکو او ښکاره ځايونو څخه اخلي، چې اسانه او ساده وي. خلک له سرایونو او هغو ځايونو څخه چې نه ښکاري، سودا نه اخلي.»

د مبلغ په خبره، غوره ده، چې د لارو په اوږدو کې د لاس پلورونکو له پاره ځانګړي ځایونه په پام کې ونیول شي، څو په ښار کې د ګډوډۍ مخه ونیول شي او یادو کسانو ته د کار او عاید ترلاسه کولو زمینه برابره شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې بې وزلي او بې روزګاري په بې ساري ډول لوړه شوې او د دغه سازمان په وینا په دغه هېواد کې شاوخوا ۳۴ میلیونه وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

په ۲۰۲۳م کال کې به د افغانستان اقتصادي وضیعت لا پسې خراب شي؟