هيلري کلينتن: بوش دې له عراق څخه پوځيان وباسي
۱۳۸۵ بهمن ۹, دوشنبهاعلان
مېرمن کلينتن وويل که دی دا کار ونه کړي به دغه کړکيچ د ده ځايناستي ته ورپه غاړه وي، هغې دغه کار د خپلې انتخاباتي کمپاين د پرانستنې پر مهال د آيوا آيالت په ديفنپورت ښارگوټي کې بې مسسوليته وباله. د نيو يارک ښار سيناتوره چې د پخواني ولسمشر بيل کلينتن مېرمن ده، د ولسمشرۍ د ټاکنو دپاره د دموکرات گوند مخکښه کانديده گڼل کېږي. اوسمهال 130.000 امريکايي عسکر په عراق کې دي. ولسمشر بوش غواړي چې 21.500 نور سرتېري عراق ته واستوي.