هورست کولر: په عراق کې برمته شوي آلمانان دې خوشي شي
۱۳۸۵ اسفند ۲۴, پنجشنبه هورست کولر، چې د جنوبي امريکې په سفر تللی دی د يو تلويزيوني پيغام د لارې چې هم په آلمان کې او هم د الجزيره تلويزيونې شبکې له لورې خپور شوی دی داسې وويل:
«زه مستقيم تاسو يعنې برمته کونکو ته مراجعه کوم. زه له تاسو څخه غوښتنه کوم چې مېرمن کراوسه او د هغې زوی خوشي کړئ. په عراق کې د ډېرو بې چاره و وينې تويې شوي دي. بس دی! دغه يرغمل شوي پرېږدئ چې خپلې کورنۍ ته ستانه شي.»
يرغملگرو د اونۍ په پای کې، د مارچ په لسمه نېټه د آلمان له دولت څخه غوښي وو چې خپل عسکر دې په راتلونکو لسو ورځو کې له افغانستان څخه وباسي، که نه نو برمته شوي آلمانان به وژني. 61 کلنې هانلوره کراوسه د يو ويډيويي پيغام د لارې د آلمان له لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل څخه د مرستې هيله کړې وه. په برلين کې بيا داسې وويل شول چې د آلمان اتحادي جمهوريت د تهديد وړ نه دی. د آلمان ولسمشر هورست کولر د دغه ويډيويي پيغام په اړه زياته کړه:
«تېره شنبه برمته کونکو د يرغمل شويو د وژلو گواښ کړی و، که د آلمان پوځ له افغانستان څخه ونه وځي. هيڅ داسې سياسي دليل او هدف نشته چې د بې گناهو خلکو تښتول يا وژل دې په کې روا وي. هېڅ کوم مذهب د دې کړنې اجازه نه ورکوي.»
د کولر دغه پيغام ښايي چې د بهرنيو چارو د وزارت د بېړنيو چارو له پلاوي سره هماهنگ شوی وي. نوموړی پلاوی د خپلو څرگندونو له مخې شپه او ورځ په دې باندې کار کوي چې دغه آلمانان خوشي کړای شي.