1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

هند کې د ښوونځي مدیره د غوښې راوړلو له کبله نیول شوې

۱۴۰۱ اردیبهشت ۳۱, شنبه

په هند کې د ښوونځي يوه مديره له دې کبله ونيول شوه چې د مکتب يوې غونډې ته يې د خوراک له پاره د غويي غوښه راوړې وه. د هغې په وړاندې پلټنې اوس پيل شوې دي.

https://p.dw.com/p/4BfXT
Indien | Mittagessen in staatlichen Grundschulen
انځور: Payel Samanta/DW

»د ټايمز اُف اينديا« ورځپاڼې په حواله د ښوونځي د دغې ۵۶ کلنې مديرې پر ضد د مذهبي احساساتو د عمدي پارونې او د بېلو ډلو ترمنځ د تربګنۍ د ودې د تورونو له کبله پلټنې پيل شوې دي. دغه خبره د پوليسو يوه وياند کړې ده.

هندوان په خپل دین کې غواګانې سپېڅلې ګڼي او ان عبادت یې کوي او له همدې کبله په هندوستان کې ډېری خلک د غواګانو غوښه نه خوري. د دغو حيواناتو وژل او حلالول هم له دې مخې د هند په ډېرو برخو کې منع شوي دي.

د هند په آسام آيالت کې چېرته چې دغه مديره هم ژوند کوي، په اکثريت هندو مېشتو سيمو کې د غويي غوښې خرڅلاو ممنوع دی. مسلمانان په هند کې ۱۴ سلنه تشکيلوي او په دې ترتيب تر ټولو ستر مذهبي اقليت دی. ځايي رسنيو خبر ورکړی دی چې د ښوونځي دغه مديره ونيول شوه ځکه چې د پنجشنبې په ورځ په هغې باندې حقوقي دعوا شوې وه. دعوا کوونکی کس له دې امله راپارېدلی وو چې یادې ښځې داسې يوه ځای ته د غويي غوښه له ځانه سره راوړې وه چېرته چې د بېلو مذاهبو خلک سره ګوري.

ن.ص./خ.ح. (dpa)