1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

هند: ښوونکي د املايي تیروتنې له کبله زده کوونکی وژلی

۱۴۰۱ مهر ۵, سه‌شنبه

هندي چارواکو د سې شنبې په ورځ ویلي، پولیس د هغه ښوونکي په لټه کې دي چې د ټیټ توکم یا ذات یو زده کونکی یې د املايي تېروتنې له امله د مرګ تر بریده وهلی دی. پولیس وايي له پېښې وروسته یې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه کابو کړي.

https://p.dw.com/p/4HPcf
د ښوونځیو بیا پرانېستل
د ښوونځیو بیا پرانېستلانځور: Satyajit Shaw/DW

په هندوستان کې یوه ښوونکي د املايي تیروتنې له کبله د ټیټ ذات لرونکی یو زده کوونکی د مرګ تر کچې وهلی دی. پولیس اوس د دغه ښوونکي په لټه کې دي او وايي چې د پیښې له کبله لاریونونه یې کنترول کړي دي. د دغه زده کونکي پلار د روانې میاشتې په لومړیو کې پولیسو ته شکایت وکړ چې د ښوونځي ښوونکي د هغه زوی نیکهيل دوهري په یوه میله او لغتو دومره وواهه چې هغه بې هوښه شو. د رپوټ له مخې هغه د آزموینې پرمهال د Social کلیمې په لیکلو کې املایې تېروتنه کړې وه.

دغه پنځلس کلن زده کونکی د هندوستان د شمالي اتر پردیش ایالات په یوه روغتون کې د تېرې دوشنبې په ورځ د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه او په قتل تورن ښوونکی له سیمې تښتېدلی دی.

یوه هندۍ زده کوونکې په آزموینه کې د نقل له کبله زنداني شوه

د پولیسو ځايي مشر مهیندرا پراتپ سینګ ای ایف پي ته د پیښې په تړاو ویلي: «هغه په تېښته دی، خو مونږ به هغه ژر ونیسو.» دوهري د ډالیټ په نوم د یوې توکم غړی ؤ، چې د هند په تر ټولې ټیټې طبقې پورې اړه لري او له پيړیو راهیسې له تبعیض سره مخ دي. د دوشنبې په ورځ کله چې د دوهري د مرګ خبر خپور شو نو د اورای ولسوالۍ واټونو ته په سلهاوو خلک د احتجاج له پاره راووتل.

اعتراض کونکو غوښتنه کوله چې د هلک د مړي تر سوځولو وړاندې دې تورن ونېول شي. زیاته شوې چې اعتراض کونکو د پولیسو یو موټر سوځولی دی.

د پولیسو ځايي مشر سنګ ویلي، لسهاوو اعتراض کوونکي یې نېولي دي. د پولیسو مشر چارو نګام خبریالانو ته وویل :«مونږ د قهرجنو لاریون کونکو د کابو کولو لپاره له ځواک څخه کار واخیست او وضعیت ډېر ژر کنترول شو.»

زموږ له آرشيف څخه: