1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هندوستان

هند: په ریل کې د اور لگیدنې پيښه کې ۹ تنه مړه شوي

۱۴۰۲ شهریور ۴, شنبه

د هندوستان د تامل ناډو ایالت په مدورائې سیمه کې د اورگاډي په یوه ډبه کې د اورلگیدنې په پيښه کې لږ تر لږه د نهو تنو د مړه کیدو خبر ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4Vbf6
Indien Madurai | Zugabteil nach Brannt zerstört
انځور: AFP/Getty Images

د چارواکو په حواله نن د شنبې په ورځ (د اگست میاشتې ۲۶ نیټه) سهار وختي د هند د سویل تامل ناډو ایالت په مدورائې سټیشن کې د یوه ولاړ اورگاډي په یوه ډبه کې هغه وخت اور ولگید چې یوه مسافر ځانته د چای دمولو یا پخولو هڅه کوله.

په کومه ډبه کې چې اورلگیدنه رامنځته شوې ده هغه له اورگاډي سره نښتې نه وه، بلکې دغه ډبه یا برخه د یوه شخصي مسافرتي شرکت له خوا کرایه کړای شوې وه.

Indien Madurai | Zugabteil nach Brannt zerstört
د هند د سویل تامل ناډو ایالت په مدورائې سټیشن کې د ریل هغه ډبه چې اور په کې لگیدلی ووانځور: AFP/Getty Images

په دې اړه د مدورایې ولسوالۍ حکومتي ویاندې سالی تهیلیپاتي د فرانسې خبري آژانس (AFP) ته ویلي دي چې په دې پیښه کې د درو میرمنو په گډون نهه تنه مړه شوي دي. نهه تنه نور ټپیان هم دي چې ټپونه یې سطحي او د انديښنې وړ نه دي.