1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند په تیر کال کې څومره سره زر وارد کړي؟

۱۴۰۰ دی ۱۷, جمعه

هند په۲۰۲۱م کال کې له هغې څخه دمخه کال په پرتله دوه برابره ډیر سره زر وارد کړي او په دې ډول یې پخواني ټول ریکارډونه مات کړي. د کرونا وبا پر مهال د اقتصادي وضعیت پر خرابیدو سربیره د طلا تقاضا ډیره زیاته شوې.

https://p.dw.com/p/45FPH
Indien Tradition Kleidung Saree Sari
انځور: Creative Touch Imaging Ltd/NurPhoto/picture alliance

هند په ۲۰۲۱م کال کې ۱۰۵۰ ټنه طلا وارد کړې ده او د هغې پر رانیولو یې ۵۶ میلیارده امریکایي ډالر لګولي دي. د رویټرز خبري آژانس دغه ارقام د هند د یوه جګپوړي حکومتي چارواکي له قوله ورکړي دي.

د دغو معلوماتو له مخې په ۲۰۲۱م کال کې په بازار کې د طلا زیاته تقاضا موجوده وه. د دې یو لوی علت په ۲۰۲۰م کال کې د کرونا له کبله د ودونو د نیټو ځنډیدل او د سرو زرو د بیې کمیدل دي. په ۲۰۲۰م کال کې هند د سرو زرو په وارداتو ۲۲ میلیارده ډالر لګولي وو، چې د ۲۰۲۱م کال په پرتله تر نیمایي هم کم دي. 

په نړیواله کچه هند د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د سرو زرو ډیر رانیونکي لري او په ۲۰۲۱م کال کې یې د دغه قیمتي توکي د وارداتو پخواني ټول ریکاډونه مات کړي دي. د طلا د وارداتو له چارو خبر یوه چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي چې تر دې دمخه په ۲۰۱۱م کال کې هند د ۵۳،۹ میلیارده ډالرو په ارزښت سره زر وارد کړي وو.

Flash-Galerie Indien Lichtfest Diwali
انځور: dapd

د دغه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی په خبره هند په ۲۰۲۰م کال کې ۴۳۰ ټنه طلا وارده کړې وه، چې په ۲۰۲۱م کال کې یې دغه شمیر تر دوه برابره هم لوړ شوی دی.

د کرونا اغیز

د یو شمیر کارپوهانو په آند په نړیوال بازار کې د سرو زرو د بیې کمیدو له کبله د هندي رانیونکو له لوري د طلا له رانیولو سره لیوالتیا زیاته شوې ده. په کولکته کې د طلا یو عمده فروش هرشد اجمیرا وایي: «دا چې په ۲۰۲۰م کال کې د کرونا ویروس د وبا له کبله زیات ودونه وځنډول شول، له دې کبله په تیر میلادي کال کې د طلا تقاضا ډیره زیاته شوه.»

د ۲۰۱۹م کال په وروسیتو کې په چین کې د کرونا وبا پېل شوه او د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې په هند کې سخت ټولبندیز اعلان شو. په دغه ترڅ کې د څو میاشتو له پاره نه یوازې بازارونه او دوکانونه بند شوي ول بلکه عامه ژوند هم کابو په ټپه دریدلی وو.

په هند کې د ودونو له پاره د سرو زرو اخیستل یو عام رواج دی خو د ټولبندیز له کبله ډیر شمیر ودونه ځنډول شوي وو. د هندوانو په ځینو خصوصي مراسمو کې هم خلک طلا رانیسي خو د ټولبندیز له کبله هم دغه مراسم ډیر په وړه کچه ترسره کیدل.

زموږ له آرشیف څخه: