هندۍ جوړې چي مينه ورته د عمر تر فرق مهمه وه
ويل کيږي چي د انسان اصلي عمر هومره وي لکه څنګه چي يې زړه احساس کوي. په زياته بيا په مينه کي د عمر فرق د زياتو خلکو په فکر بايد مهم نه وي. دا چي په عمل کي کومو هندي جوړو د عمر فرق له پامه غورځولی دلته يې وپېژنئ:
دلپ کمار او سايره بانو
دلپ کمار او سايره بانو هغه وخت يو د بل سره واده وکړ، کله چي بانو د ۲۲ کالو او دلپ کمار د ۴۴ کالو عمر درلود.
پريانکا چوپړا او نيک جوناس
هندۍ فلمي ايکټره پريانکا چوپړا لږ وخت تر مخه د نيک جوناس سره کوزده وکړه. نوموړی تر پريانکا لس کاله کم عمر لري.
دهرمندر او هيماماليني
دهرمندر او هيماماليني د هندي فلمي نړۍ له مشهورو جوړو څخه ده. کله چي دوی واده سره کاوه نو هيماماليني تر دهرمندر ۱۳ کاله کشره وه.
راجيش کهنا او دمپل کپاديا
راجيش کهنا چي کله د دمپل کپاديا سره واده کاوه، نو هغه ۳۱کلن او کپاديا ۱۶ کلنه وه.
سيف علي خان او کرينه کپور
سيف علي خان د امريتا سينګهـ هندۍ ايکټري سره په داسي وخت کي واده کړی ؤ چي امريتا سينګهـ ورباندي ۱۲ کاله مشره وه. خان په دويم ځل له کرينا کپور (انځور کي) واده وکړ.
سنجېدت او مانياتا
د سنجېدت او مانياتا جوړه هم يوه له هغو څخه ده چي ترمنځ يې د عمر فرق زيات دی. سنجېدت تر خپلې دغې مېرمني ۲۰ کاله زيات عمر لري.
شاهد کپور او ميرا راجپوت
د شاهد کپور او د هغه د مېرمني تر منځ هم د عمر زيات فرق سته. دوی هغه وخت واده وکړ چي شاهد کپور ۳۵ کلن او ميرا ۲۱کلنه وه.
کبير بيدي او پروين دوسانج
هندی ايکتر کبير بيدي هغه وخت د ۲۹ کلنې پروين دوسانج سره واده وکړ، چي د بيدي عمر ۷۰ کالونه ؤ.
پندت روي شنکر او سوکانجا
د هند او حتی نړۍ يو له غوره ترينو سيتار موسيقۍ آلې ږغونکي د سوکانجا سره واده کړی چي تر ده يې عمر ۳۴ کاله کم دی. دا د روي شنکر دريم او د سوکانجا دويم واده ؤ.
انوپ جلوتا او جاسلين ماتارو
انوپ جلوتا ۶۵کلن دی او په بيګ بوس نومي خپرونه کي يې روښانه کړه چي ۲۸ کلنې سندرغاړې جاسلين ماتارو يې د ژوند ملګرې ګرځولي ده.