1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

هندوستان کشمیر ته ۱۰۰۰۰ اضافي سرتیري استولي

۱۳۹۸ مرداد ۷, دوشنبه

د یکشنبې په ورځ د هندوستان تر ادارې لاندې کشمیر کې ترینګلیتا له دې کبله ډیر شوه چې نوي ډهلي دې سیمې ته لس زره اضافي ځواکونه واستول. هندي چارواکي بیا وایي چې دا یو عادي او ورځینی اقدام وو.

https://p.dw.com/p/3MswS
Indien allgemeine Bilder der indischen Armee
انځور: Getty Images/AFP/S. Panthaky

هندوستان همدا اوس هم د هیمالايا په دې اکثریت مسلمان میشته سیمه کې نیم میلیون ځواکونه لري. دغه سیمه له ۱۹۴۷م کال راهیسې د پاکستان او هندوستان تر منځ ویشل شوې چې وخت ناوخت پرې د دواړو هیوادونو تر منځ شخړې هم رامنځ ته کیږي.

په وروستیو کلونو کې په کشمیر کې شخړې ډیري شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې ځايي اوسیدونکي له دې ویره لري چې هندوستان به یې د سترې محکمې له یوې پریکړې څخه ځانګړي امتیازات ترې واخلي.

چارواکو ویلي دي چې د نویو ځواکونو ځای پر ځای کول، چې تمه کیږي ۲۰ زرو ته به ورسیږي، په دې هدف دي چې په دې سیمه کې پر ځای پر ځای ځواکونو باندې فشار کم شي. دا فشارونه د تیر کال ملکي ټاکنو او اوس د هندوانو د مذهبي مراسمو د څار له کبله زیات شوي دي.

د پولیسو مشر دلباغ سنګ، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «ځواکونو له اوو میاشتو راهیسې په دوامداره توګه کار کړی دی. ځینې یې باید په رخصتۍ ولاړ شي او ځینې نور یې باید له سیمې بهر روزنو ته ولاړ شي.»

هغه زیاته کړې ده چې د ۲۰ زرو ځواکونو غوښتنه یې کړې ده او له دې کبله ښايي نور ځواکونه هم دې سیمې ته ورسیږي. دا په داسې حال کې ده چې یوه امنیتي چارواکي د نوم د نه خپریدو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه اضافي ځواکونه ځکه سیمې ته استول کیږي چې د یوې پریکړې او یا هم پیښې پر وړاندې د احتمالي مظاهرو مخه ونیسي. هغه د دې موضوع په اړه نور معلومات ور نه کړل.

دغه چارواکي روښانه کړې ده چې په کشمیر کې د هندوستان امنیتي جوړښت همدا اوس داسې د بدلون په حال کې دی، چې تر دې مخکې هیڅ وخت یې هم داسې بدلونه نه وو کړی.

ځایي اوسیدونکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې اندیښمن دي، د لومړي وزیر ندیندرا مودي، حکومت به د اساسي قانون دې ۳۵مې مادې لومړۍ برخې ممانعت له منځه یوسي چې له مخې یې هندیان له بهر څخه په کشمیر کې جایداد رانیولی نه شي.

دې سیمې ته اضافي سرتیري په داسې حال کې هم استول کیږي چې تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د پاکستان له لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي دي چې مودي ترې غوښتي چې د کشمیر په شخړه کې منځګړیتوب وکړي.

هندوستان د ترمپ ادعا رد کړې ده. دې هیواد تل پر دې خبره باندې ټینګار کړی دی چې د کشمیر شخړه یوازې د دواړو هیوادونو له خوا حلیدای شي. هندوستان او پاکستان تر اوسه پورې څو وارې د کشمیر پر سر جگړه کړې ده.

(M.J/N.Z(dpa,AFP