1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان ولې ډاکټر ذاکر نایک له مالیزیا بیرته غواړي؟

۱۳۹۹ خرداد ۲۹, پنجشنبه

د هندوستان پر مذهبي څیرې ډاکټر ذاکر نایک یو ځل بیا تازه تورونه لګول شوي. هند وايي چې نایک د نوي ډهلي د فبروري میاشتې د لاریون کوونکو له یوه تورن کس سره ملاقات کړي دي او له مالیزیا څخه یې د هغه د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3dzgf
Dr Zakir Naik
انځور: cc-by-maapu 2.0

د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د جون میاشتې پر ۱۷مه نیټه) د «ده کوینت» په نامه یوې هندي ورځپاڼې په خپل تازه رپوټ کې لیکلي دي چې په هندوستان کې جنجالي مذهبي پیژندل شوې څیره ډاکټر ذاکر نایک د هندي چارواکو له لوري د روان کال د فبروري میاشتې په ترڅ کې د خونړیو لاریونونو په تړاو د پلټنې برخه ګرځیدلې ده.

د جون میاشتې پر ۱۵مه نیټه د ډهلي د پولیسو له لوري په وړاندې شوې رسمي عریضه کې پولیسو د ډهلي د خونړیو تظاهراتو پر یوه تورن کس خالد صیفي باندې تور پورې کړی چې له ډاکټر ذاکر نایک سره يې په بهر کې لیدلي دي او له هغه څخه یې د خپلې آجندا د خپرولو په برخه کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ډاکټر ذاکر نایک اوسمهال په مالیزیا کې ژوند کوي او د «ده کوینت» په نامه د هندي ورځپاڼې په حواله نوموړي له صیفي سره نه یوازې ملاقات رد کړي دي، بلکې له هغه سره پیژندګلوي یې هم رد کړې ده.

دغې پیښې یو ځل بیا په هندوستان کې د دغه جنجالي تبلیغي په هکله سیاسي او مذهبي بحثونه را پارولي دي. د تیرې می میاشتې پر۱۴مه نیټه، هندوستان د ډاکټر نایک د ورسپارلو غوښتنه کړې وه. ډاکټر ذاکر نایک له تیرو دریو کلونو راهیسې په اندونیزیا کې ژوند کوي او د جنوبي آسیا د دغه هیواد دایمې اقامه لري.

په هندوستان کې ډاکټر ذاکر نایک د کرکې او نفرت څخه د ډکو په څرګندونو تورن دی. هندوستان پر نوموړي باندې د پیسو سپينولو تور هم پورې کړی دی. پر نوموړي همدا راز تور دی چې هغه په هندوستان کې د ۲۸ میلیونو ډالرو په ارزښت جرمي جایدادونه هم ترلاسه کړي او په هندوستان کې یې ورباندې ځمکې او جایدادونه اخیستي دي. هندي چارواکو همدا راز پر هغه باندې تور پورې کړی چې نوموړي له دغو پیسو څخه داسې غونډي هم تمویل کړي چې هغه پکې له نفرته ډکې څرګندونې کړي دي، داسې تورونه چې ډاکټر ذاکر نایک یې ردوي.

Indien Neu Delhi | Unruhen durch Proteste für und gegen neues Gesetz zur Staatsbürgerschaft
انځور: Reuters/P. De Chowdhuri

بل لوري ته د چارو کارپوهان وايي چې د نایک د دوسیې پیچلي سیاسي وضعیت او همدا راز په سیمه کې مخ پر زیاتیدونکې مذهبي ستونزې ښايي هندوستان ته د هغه د ورسپارلو پروسه لا پسې ستونزمنه کړي.

ډاکتر ذاکر نایک څوک دی؟

ډاکټر ذاکر نایک یو سلفي سندي مذهبه مبلغ دی چې د پيس ټي وي په نامه د خپل تلویزیوني چینل له لارې د سخت دریځۍ سختي نظریې خپروي. دغه سټلایټي تلویزیون په هندوستان کې منع شوی دی خو په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه لیدونکي لري. د دغه تلویزیون مرکز د متحده عربي اماراتو په دبۍ ښار کې او د اسلامي تحقیقاتي مرکز له لوري چې مشریې د ډاکټر نایک پر غاړه ده، پرمخ بیول کیږي.

ډاکټر ذاکر نایک په طب کې هم زده کړې کړي دي او د مسلمانانو مذهبي جامې نه اغوندي، بلکې تر ډیره پورې په پتلون او کرتۍ او له یوې خولۍ سره د تلویزیون پر پرده را څرګندیږي.

د ۲۰۱۶م کال تر جولای میاشتې پورې کله چې د بنګله دیش په پلازمینه ډهاکا کې پر یوه کافي شاپ خونړی برید وشو، نایک د نړیوالو پام ځان ته نه وو اړولی. پر ډاکټر نایک باندې تور دی چي د هغه څرګندونو د بنګله دیش د دغه برید یو وسلوال کس د برید ترسره کولو ته هڅولی وو، داسې یو تور چې ډاکټر ذاکر نایک رد کړی دی.

د ۲۰۱۶م کال په نومبر میاشت کې، د هندوستان له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د ډاکټر نایک پر ضد رسمي عریضه وکړه او پر هغه یې تور پورې کړی وو چې په خپلو څرګندونو کې مذهبي نفرت خپروي او ناقانونه فعالیت کوي. تر دې وروسته، ډاکتر نایک په مالیزیا کې د پناه غوښتنه وکړه او له هغې مودې راهیسې هلته ژوند کوي.

ډاکټر نایک او سیاست

وروسته له هغې چې ډاکټر ذاکر نایک مالیزیا ته ولاړ، نوموړي احتمالاً د خپل بنسټ له پاره له قطر، ترکیې او پاکستان څخه مالي مرستې ترلاسه کړي دي. دغه راپورونه داسې مهال رابرسیره کیږي چې ترکیې، پاکستان او مالیزیا په هندوستان کې د مسلمان اقلیتونو پر وړاندې د دغه هیواد پر سیاست انتقادونو ته شدت ورکړی دی.

په امریکا متحده ایالاتو کې میشت د «فیر ابزرور» یا عادلانه څار په نامه د غیر انتفاعي رسنیز سازمان بنسټ ایښودونکی، اتلو سنګ وايي چې «مالیزیا، پاکستان او ترکیه څه نا څه عصري مسلمان هیوادونه دي چې هڅه کوي اسلام له سوداګرۍ، ساینس او اقتصاد سره پخلا کړي. دوی به د ډاکټر نایک په څیر په داسې تبلیغي پسې ولاړ نه شي، داسې یو شخص چې په اصل کې د اسلام تبلیغ کوي.»

د سنګ په خبره، نایک د دغو هیوادونو له پاره له دې کبله ارزښت لري ځکه نایک د هندوستان پر مسلمانانو باندې خپل اغیز لري.

د القاعده په څیر ترهګرې ډلې او د ډاکټر نایک اغیز

پر دې ټولو سربیره، هندوستان اوسمهال په دې هڅه کې دی چې له مالیزیا څخه خپل هیواد ته د ډاکټر نایک د ورسپارلو په برخ کې نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي. نړیوالو پولیسو په دریو مواردو کې له وړاندې نه د ډاکټر نایک پر ضد اخطار خپور کړی دی.

Indien Neu Delhi | Unruhen durch Proteste für und gegen neues Gesetz zur Staatsbürgerschaft
انځور: Reuters/A. Abidi

په تیرو وختونو کې د معلوماتو له مخې د القاعدې شبکې یو شمیر نیول شویو غړیو په خپلو اعترافونو کې چارواکو ته ویلي وو چې ډاکټر نایک پر دوی باندې یوه اغیزناکه څیره وه. پر ډاکټر نایک باندې په هندوستان کې د جهاد، د ښځو د حقونو او همدا راز د هندویزم د موضوعاتو په تړاو هم انتقادونه موجود دي.

په امریکا متحده ایالاتو کې میشت د «فیر ابزرور» یا عادلانه څار په نامه د غیر انتفاعي رسنیز سازمان بنسټ ایښودونکی، اتلو سنګ وايي چې هندوستان په اصل کې له دې کبله د ډاکټر نایک د ورسپارلو غوښتنه کوي ځکه «هغه پر موډي باندې انتقادونه کړي او نایک بیا د اسلام د ستروالي په هکله خبرې کړي دي.» د سنګ په خبره، نایک په دې باور دی چې نارینه حق لري چې په نرمه توګه خپلې ښځې ووهي او دا چې مسلمانان له خپلو ښځینه غلامانو سره د جنسي اړیکې اجازه هم لري.

سنګ زیاتوي چې په یوه وخت کې باید څوک د مذهبي حقونو پر ځای پر فردي حقونو هم کلک ودریږي او ترې دفاع وکړي. سنګ همدا راز وايي چې نایک باید یو پلټفورم ونه لري، بلکې ځای یې باید زندان وي.

هندوستان ته د ډاکټر نایک د سپارلو په برخه کې شکونه

پر دې ټولو سربیره داسې انتقادونه هم موجود دي چې نوي ډهلي ته د ډاکټر نایک ورسپارل په اصل کې د هندوستان د اوسني حکومت د هندو نشنلیزم یا ملتپالنې د اجندا یوه برخه ده.

د پاکستان د جیو نیوز په نامه د یوه تلویزیوني چینل څیړونکي او په لاهور ښار کې د پنجاب د مرکزي پوهنتون څارونکي پروفیسور نعیم بلوچ، په دې هکله وايي: «په هندوستان کې د هندو مذهب سخت دریځي د ډاکټر نایک یو شمیر خاصې څرګندونې هند ته د هغه د ورسپارلو د توجیه له پاره استفاده کوي. له نایک څخه یو ځل د اسامه بن لادن د جهاد د نظریې په هکله پوښتنه شوې وه. نوموړي د بن لادن د جهاد له میتود سره شدید مخالفت څرګند کړ، خو خلکو د نایک د جهاد له تفسیر سره دغه څه وتړل. که یو څوک د نایک لارښونې په سمه توګه وانخلي او یو جرم ترسره کړي، دا به مناسبه نه وي چې نایک پکې ګرم وبلل شي.»

بلوچ همدا راز زیاتوي چې ډاکتر ذاکر نایک له سیاست سره هیڅ علاقه نه لري او هغه په هر راز سیاسي خوځښت کې د ګډون لیواله هم نه دی.

مالیزیا ښايي ډاکټر نایک هندوستان ته ونه سپاري

بل لوري ته تر اوسه پورې مالیزیا د هندوستان یادې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی. په مالیزیا کې کارپوهان وايي چې هندوستان ته د ډاکتر نایک د ورسپارلو پریکړه پر مذهبي او سیاسي فکتورونو پورې تړلې ده.

په مالیزیا کې د چارو کارپوه چوالیا، د مالیزیا لومړي وزیر محی الدین یاسن ته په اشارې سره چې د یوه سیاسي جوړجاړي په پایله کې د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې قدرت ته ورسید، وايي: «د مالیزیا اوسنی رژیم د تیرو رژیمونو په پرتله ډیر اسلامي دي او پر دوی باندې د پان مالیزیا اسلامي ګوند اغیز هم موجود دی.»

د کنټرول ریسک په نامه په لندن کې میشت د سیاسي چارو د سلا مشورې د سازمان څیړونکې شیې شو وین تشریح کوي چې په مالیزیا کې محافظه کاره رای ورکوونکو ته نایک یوه مهمه مذهبي څیره او تبلیغي دی. هغه زیاتوي چې دغه محافظه کاره رای ورکوونکي د اوسني پیراکاټان په نامه د مالیزیا د ملي ایتلافي حکومت ستره برخه ده. شیې شو وین وايي: «که چیرته د نایک د ورسپارلو له پریکړې سره موافقه وشي، نو دغه کار به دغه اساس [د مالیزیا د ایتلافي حکومت اوسنی اساس] له منځه یوسي.«