1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هندواڼ د رام معبد په جوړولو سره مسلمانان تحریکوي»

۱۳۹۹ مرداد ۱۵, چهارشنبه

په داسي حال کي چي په مسجد باندي د ایا صوفیې د تبدیلیدلو پريکړه په دنیا کي د اعتراضونو سبب سوه، د هندو مذهبه نشنسلستانو په واسطه د بابري مسجد د نړولو او پرځای یې د هندو معبد جوړول چنداني د توجه وړ نه دي ګرزیدلي.

https://p.dw.com/p/3gRCd
Indien Ayodhya - Grundsteinlegung für einen Hindu-Tempel durch Premierminister Modi
انځور: Getty Images/AFP/S. Kanojia

مودي نن د رام معبد د تهداب ډبره کښیښووله. هندو راهب، مهانت کمل نایان داس، په دې عقیده دی چي د اګست میاشتي ۵ مه یوه نیکمرغه ورځ ده. ځکه نو د معبد جوړولو د کمیټې د رئیس په خبره یې د هندي جنترۍ مطابق دغه ورځ د اوترا پردیش ایالت د ایودیا په ښار کي د دغه معبد د تهداب ایښولو پخاطر وټاکله کړه.

د سیاسي سوي هندي جنترۍ مطابق د نارندرا مودي د حکومت لخوا د اګست ۵ مه د جمو- کشمیر ایالت د خودمختارۍ د له منځه وړلو لومړنۍ کلیزي ته هم اختصاص سوې ده. ددغه ایالت اکثریت اوسیدونکي مسلمانان دي.

دقیق په همدغه چهارشنبه باندي مودي په ایودیا کي هم د بابري مسجد پر ځای د هندو معبد د تهداب ډبره کښیښوله، په هغه ځای کي چي پخوا بابري مسجد جوړ وو.

د مودي د بي جي پي حزب پلویان او هندو نشنلست، هندوتوا غورځنګ په ۱۹۹۲ م کال کي د سونو کلونو زوړ بابري مسجد په زوره ونړاوه. د مسجد نړولو پخاطر له زورزياتيو ډکو کشمکشونو کي تر ۲۰۰۰ اضافه انسانان ووژل سول.

Indien Ayodhya - Grundsteinlegung für einen Hindu-Tempel durch Premierminister Modi
مودي نن د رام معبد د تهداب ډبره کښیښوولهانځور: Reuters/P. Kumar

د هندو مذهب د روایتونو پراساس تقریبأ ۹۰۰۰ کاله دمخه په ایودیا کي بګوان رام تولد سو. د مغولي امپراطورۍ پاچا، بابر په ۱۵۲۸م کال کي د رام د تولد په ناحیه کي د پخواني معبد پرځای مسجد جوړ کړ.

ددغه مسجد بیرته نړیدل او په عوض یې د هندواڼو د یوه معبد بیرته جوړیدل او همدارنګه د جمو کشمیر د خودمختارۍ له منځه وړل په ۱۹۸۰م کال کي د بي جي پي حزب د تأسیس پر وخت د هغوی په پروګرام کي درج او د سیاسي اصلي تګلاري په حیث یې تعین سوه.

د هندوستان د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹م کال د انتخاباتي مبارزې پر وخت د بابري مسجد پر ځای د هندو معبد جوړل د مودي د بي جي پي حزب د اصلي وعدو څخه وه. د ۲۰۱۹م کال په نومبر میاشت کي د هندوستان ستري محکمې هم د هندواڼو په ګټه د بابري مسجد د مځکي اخیستلو اجازه ورکړه. خو په عین حال کي محکمې دولت ته هدایت وکړ چي مسلمانانو ته د یوه مسجد د جوړولو پخاطر مځکه په اختیار کي ورکړي.

مګر سربیره پر دې د معبد جوړول په مسلمانانو او هندواڼو کي بیره او وراخطايي رامنځته کړې ده. د عیسویانو سره تبعیض او تر هغه لا ډیر د مسلمانانو سره د بی جي پي د حزب اصلي نخښه ده. دغه حزب د هندوتوا د نشنلست غورځنګ سیاسي اړخ دی، چي په هندوستان کي د یوه هندو مذهبه دولت جوړولو کوښښ کوي، په کوم کي چي به په ښه حالت کي اقلیت مذهبونه هم تحمل کیږي. یعني په هغه صورت کي به تحمل کیږي، چي هغوی به ددغه ډول هندو دولت سره هیڅ مخالفت نه کوي.

Indien Ayodhya - Grundsteinlegung für einen Hindu-Tempel durch Premierminister Modi
د چهارشنبې (د ۲۰۲۰م کال اګست ۵مه) ورځې د مراسمو يو انځور انځور: Getty Images/AFP/N. Nanu

د بلي خوا بیا د بي جي پي د هندومذهبه نشنلستي سیاست پر ضد انتقادونه خطرناکه هم دي، لکه د هندوستان د کانګرس حزب لخوا چي ورباندي وسول او هغه یې په انتخاباتو کي د ناکامۍ سبب سول. دا ځکه چي د هندوستان تقریبأ ۸۰ فیصده اتباع هندواڼ او فقط ۱۴ فیصده یې مسلمانان دي.

بي جي پی د کانګرس پرضد په خپلو تبلیغاتو کي هغه هندو ضد حزب معرفي کړی، کوم چي تاثیرات یې پر هغه باندي اوس هم ښکاره سوي دي. داسي چي د کانګرس حزب مشره، سونیا ګاندي زوی رااول ګاندي او لور پرییانکا ګاندي د رام معبد په جوړولو کي چوپ پاته دي.

د کانګرس حزب سیاستمداره، الیاس قریشي بیا ددې برعکس ښکاره الفاظ استعمال کړي دي. هغه وايي چي مودي د بګوان رام او هندومذهب څخه د هندوستان د موجوده بحرانو، لکه له چین سره د سرحدي شخړو او یا کرونا پانډمي څخه د خلګو د توجه اړولو پخاطر سؤ استفاده کوي.